د لاس رسي وړ اتصالات

اولاند د داعش ضد جګړې ملاتړ لپاره واشنګټن ته راغی


د فرانسې جمهور رئیس د داعش په وړاندې د یوه پراخ ائتلاف د جوړولو هوډ کړی.
د فرانسې جمهور رئیس د داعش په وړاندې د یوه پراخ ائتلاف د جوړولو هوډ کړی.

د فرانسې جمهور رئیس د داعش په وړاندې جگړې کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د پاملرنې د جلبولو لپاره واشنگتن ته راغلی او د ولسمشر بارک اوباما سره یې ولیدل.

تمه کیږي چې د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند به د خپل پخواني ملگري، امریکا نه د پیوستون او د فرانسې د بریدونو په اړوند د غمشریکۍ نه ور اخوا د ډیرو مرستو غوښتنه وکړي.

په راپورونو کې ویل شوي وو چې د فرانسې جمهور رئیس به په سپینې ماڼۍ کې د متحده ایالاتو په جمهور رئیس فشار راولي چې د داعش په وړاندې جگړې کې خپلې ژمنې ډیرې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د دوشنبې په ورځ د بارک اوما او فرانسوا اولاند ترمنځ د ملاقات په هکله ویلي وو "د فرانسې خلک ویرجن دي او په دې پوهیږي چې په داسې وخت کې د نړۍ په تر ټولو ځواکمن هیواد اعتماد کولای شي چې د خپل هیواد د کورني امنیت په غښتلي کیدو باندې غور کوي."

تر دې مخکې د فرانسې جمهور رئیس اولاند د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د بریتانیې د صدراعظم دیوید کمیرون سره ولیدل.

ښاغلي کمیرون ژمنه وکړه چې د بریتانیې له پارلمان نه به د جهادیانو په وړاندې د جگړې اجازه واخلي خو په ورته وخت کې یې فرانسوي جنگي جت الوتکو ته په قبرس کې د بریتانې د هوایي اډې نه د کار اخیستو وړاندیز وکړ.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې جمهور رئیس به د ولسمشر اوباما سره د ملاقات وروسته راتلونکې اونې د روسیې، چین، جرمني او ایتالیا مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د فرانسې جنگي الوتکې په عراق باندې بمبارد لپاره د مدیترانې په سمندر د چارلس دگل الوتکې وړونکې بیړۍ نه پرواز کړی.
د فرانسې جنگي الوتکې په عراق باندې بمبارد لپاره د مدیترانې په سمندر د چارلس دگل الوتکې وړونکې بیړۍ نه پرواز کړی.

د داعش مخنوی

د پاریس د نوامبر د دیارلسم له بریدونو وروسته سوریې ته زیاته پاملرنه اوښتې ده ځکه چې ویل کیږي اکثره مشکوک بریدگر په سوریې کې روزل شوي و.

فرانسې د دوشنبې په ورځ وویل چې د عراق په رمادي او موصل ښارونو کې یې د لومړي ځل لپاره د داعش په سنگرونو باندې بمبارد کړی.

چارواکي وایي چې څلور جنگي جت الوتکې د چارلس دوگل الوتکې وړونکې بیړۍ نه چې اوس د مدیترانې په اوبو کې ده پروازونه کړي دي.

په پاریس کې د دوه اونۍ مخکې ترهگریز بریدونو نه وروسته چې پکې ١٣٠ کسان ووژل شول فرانسې په سوریې کې داعش باندي کلک هوایي بریدونه تر سره کړي دي.

د فرانسې لوی درستیز پییر د ویلیه وویل "زمونږ هدف دا دی چې داعش کمزوری کړو او د تل لپاره یې له منځه یوسو. د دښمن د کمزوري کیدو لپاره مونږ باید د هغه د قوماندې, لوژستیک، د ځیرمو او د روزنې مرکزونه په نښه کړو څو د هغوی مخه ونیول شي."

خو د سوریې یو سیاسي څیړونکی طارق العابد وایي داسې انگیرنې شته چې د داعش د له منځه وړلو لپاره یوازې هوایي عملیات کافي ندی "د ترهگرې ډلې په وړاندې جگړه کې تر ټولو لویه ستونزه د ځمکني ځواکونو نه شتون دی. روسیې منلې ده چې د هغوی وروستي هوایي عملیات کافي نه وه او هدف ته ندي رسیدلي."

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ د سوریې د حکومتي ځواکونو د ملاتړ په هکله ایراني چارواکو سره خبرې وکړې. مسکو او تهران د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد ملگري دي او متحده ایالات او اروپايي مشران بیا غواړي چې اسد استعفا وکړي. خو اسد د واگ نه د لرې کیدو نیت نلري.

اسد وویل "زمونږ او زما لپاره تر ټولو مهم شی دا دی چې اساسي قانون، په هیواد کې نظام او هیواد په عمومي توگه باید سیکولار وي. سیکولار د دې مانا نده چې د مذهب خلاف وي. سیکولار په دې مانا ده چې په نظام کې مذهبي ازادي موجوده وي او د هر مذهب او فرقې پیروان ازادي ولري."

د سوریې خلک هیله لري چې د پاریس د بریدونو له کبله به د داعش په وړاندې نړیوالې هڅې ډیرې کړي.

د سوریې سیاسي څیړونکی وایي که څه هم په اروپایي هیوادونو کې دننه سخت دریځې ډلې نشته خو د لویدیځو هیوادونو اوس پام شوی چې ترهگري د هغوی په شاوخوا کې حضور لري.

XS
SM
MD
LG