د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو د امریکا د جګړه ييز ماموریت سپیناوی وکړ


په افغانستان میشت امریکایي ځانگړي ځواکونه
په افغانستان میشت امریکایي ځانگړي ځواکونه

د ناټو یو وياند چارلس کلیف لینډ امریکا غږ ته وویل د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما له خوا په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو نوي صلاحیتونه د دوی په ماموریت کې د بدلون په معنی نه دي.

جنرال کلیف لینډ وویل " دا به هر اړخیز او پراخه صلاحیتونه نه اوسي، چې په هیواد کې په هرځای او هر چیرته طالبانو باندې بریدونه وشي." د هغه په وینا دا صلاحیتونه داسې دي چې کله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ستراتیژیک عملیات ترسره کوي او پراخه ملاتړ ته اړتیا وي دوی به د عملیاتو ملاتړ ته چمتو وي.

خو جنرال کلیف لینډ په ټینګار وویل چې دوی به بیرته محاربوي عملیاتو ته مخه نه کړي "ماموریت بدل شوی نه دی او د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونه به محاربوي عملیاتو ته لاړ نه شي او نه به هم په شپینو عملیاتو کې مخامخ برخه واخلي".

هغه وویل دا نوي صلاحیتونه د افغان حکومت په وسله والو مخالفانو د ډزو تبادلې، لوژیستکي ملاتړ او د استخباراتي معلوماتو په برخو کې افغان ځواکونو ته د مرستې امکانات برابرولی شي.

د افغانستان غبرګون

بل لور د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ امریکایي ځواکونو ته د نویو صلاحیتونو د ورکولو هرکلی کوي، او وایي چې دا نوي صلاحیتونه به په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي څپې د ځپلو په برخه کې ګټور ثابت شي.

ښاغلي غورځنګ وویل "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دې حقیقت په درک سره چې د ترهګرۍ ګواښونه په سیمه او افغانستان کې مخ په ډیریدو دي د متحده ایالاتو د ځواکونو په خاصه توګه د هوایي قواو د فعال محاربوي نقش د زیاتیدو ملاتړ کوي".

د افغانستان د پوځي چارو کارپوهان داګڼي چې د امریکا د جمهور رئیس دا پریکړه روان اوړي کې چې د جګړې د موسم په نوم یادیږي د طالبانو لاس ته د سیمو د پریوتلو په مخنیوي کې افغان ځواکونو سره د مرستې لپاره کړې ده.

امین الله حبیبي چې د ناټو ځواکونو سره یې د یوې مودې لپاره په افغانستان کې د سلاکار په توګه کار کړی، امریکا غږ ته وویل، امریکا نه غواړي چې طالبان د جګړې په ډګر کې پر افغان ځواکونو برلاسي شي " مهمه داده چې دا همکاري په دومره حد کي وي چې کله زمونږ ځواکونه اړتیا ولري د نړیوالو ځواکونو او د امریکا د متحده ایالاتو مرسته موجوده وي".

طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د صلاحیتونو د زیاتولو په باب د جمهور رئیس بارک اوباما پریکړه غندلې ده.

امریکا او ناتو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوه.

خو د افغانستان دفاع وزارت وایي چې امریکایي ځواکونه اوس هم د دوی د غوښتنې پروخت د هوایي ملاتړ او د شپنیو عملیاتو په برخه کې تخنیکي سلامشوري برابروي.

XS
SM
MD
LG