د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال وایي القاعده په افغانستان کې شته، طالبان وایي نشته


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

طالبانو په افغانستان کې د القاعده شبکې د تروریستانو د شتون په اړه د لوړپوړي امریکایي جنرال ارزونه رد کړې او ویلي یې دي چې د القاعده تروریستي شبکې اړوند هیڅ جنګیالی په افغانستان کې نشته.

د امریکا د مرکزي قواو د قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مکنزي د چهارشنبې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۱) د منځني ختیځ په انستیتوت کې په یو خبري ویدیویي کنفرانس کې پر امریکا باندې د افغانستان له خاورې څخه د القاعده شبکې اړوند ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره د طالبانو د لیوالتیا او قوت په هکله شک څرګند کړ.

جنرال مکنزي وویل: "د (پاکستان پولې ته څیرمه) د افغانستان په ختیځ کې د القاعده مرکز دی.شتون یې کم دی خو نړیوال مشر یې (ایمن الظواهري) هلته دی...هغه (ظواهري) زیات قدرت نلري، خو په واقعیت کې فکر کوو چې هغه ښایي په دغه ساحه کې په یو ځای کې فزیکي شتون ولري".

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغومره عرب جنګیالي چې ددې ډلې د واکمنۍ پر وخت د القاعده تر بیرغ لاندې په افغانستان کې وو، اوس نشته.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ موافقې له مخې طالبان مکلف دي چې د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

طالبانو ویلي دي چې د امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د امریکا او نورو هیوادونو پر ضد کار واخلي.

ښاغلي مکنزي د داعش پر ضد په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو یادونه وکړه، خو وویل: "ماته لږه څرګنده ده چې آیا هغوی (طالبان) به د القاعده پر وړاندې هم ورته اقدام وکړي".

هغه همداشان د افغانستان نه په بشپړه توګه د امریکایي سرتیرو ایستل په شرایطو او ژمنو ته د طالبانو په پابندۍ پورې اړین وګڼل او وویل: "تر اوسه...که زما نظر وغواړئ هغه شرایط تر اوسه په کامله توګه ندي عملي شوي".

له دې دمخه ملګرو ملتونو هم د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي وو چې د القاعدې سره د طالبانو اړیکې ندي شلیدلي، بلکې ورځ تر بلې زیات غښتلي کیږي. پدې رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو حتی په قطر کې د امریکا سره د مذاکراتو پر مهال د القاعده سره مشورې کړې دي او هغه تروریستي ډلې ته یې د خپلو اړیکو د ساتلو او دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG