د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغانستان ته د استولو کېدونکو سرتېرو شمېر مشخص کوي


د ناټوعمومي منشي ینس سټولټنبرگ له ولسمشر ټرمپ سره د ناټو په عالي غونډه کې په بروکسل کې د می په ٢٥ مه ٢٠١٧ کال کې خبرې کوي.
د ناټوعمومي منشي ینس سټولټنبرگ له ولسمشر ټرمپ سره د ناټو په عالي غونډه کې په بروکسل کې د می په ٢٥ مه ٢٠١٧ کال کې خبرې کوي.

د متحدو ایالتونو او جرمني د راتلونکي کال په امنیتي ترجیحاتو کې افغانستان او ختیځه اروپاکې هم شامله وه

د چارشنبې په ورځ، د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جېم ماتیس او د جرمني ددفاع وزیرې اورسوله وان دېرلې ین دراتلونکي کال په دفاعي مسایلو او امنیتي ستونزو باندې خبرې وکړلې؛ په دې امنیتي ترجیحاتو کې افغانستان او ختیځه اروپا هم شامله وه.

د پنجشنبې په ورځ بروکسل کې د ناټو د وزیرانو غونډه ده. پر امنیتي ستونزو او د ترهگرۍ ضد جگړې خلاف به پکې په تفصېل خبری وشی.

د ناټو د راتلونکي کال امنیتي ترجیحات او له ترهگرۍ سره پر مبارزه ټینگار
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

د ناټو عمومي منشي ینس ستولنتبرگ وایي دی هیله من دی چې سبا به وکولای شي په افغانستان کې د اړتیا وړ نورو سرتېرو مشخص شمېر اعلان کړي.

ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته په څرګندونو کې وکړې.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولنتنبرگ وویل: په دې اړه به د مختلفو هېوادونو په اړه تاسو ته نور معلومات هم درکړم. لږترلږه به وکولای شم چې په افغانستان کې د ناټو د حضور لپاره د سرتېرو د شمېر په اړه څه ووایم.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ نن چهارشنبې وویل چې کانادا او د دې سازمان اروپایي غړي هیوادونه به په ٢٠١٧ کال کې دفاعي لگښتونه څلور اعشاریه درې فیصده زیات کړي چې په مجموعي ډول ۴٦ میلیارده ډالره زیاتوالی راشي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ وویل "د خپلو هیوادونو د خوندي ساتلو لپاره مونږ د دفاعي لگښتونو لوړیدو او منصفانه ونډې اخیستو ته اړتیا لرو. مونږ سمې خوا ته درومو او نن به د لا ډیرو پرمختگونو اعلان وکړم."

د متحدو ایالتونو ددفاع وزیر جېم ماتیس هم نن د چارشنبی وویل چی متحده ایالاتو او جرمني له غونډې نه مخکې د راتلونکي کال پر امنیتی تر جیحاتو بحث وکړ.

د متحدو ایالتونو ددفاع وزیر جېم ماتیس د امریکا او جرمني ترمنځ د جورج سي مارشل په اروپايي مرکز کې له جرمني سره په شراکت خبرې وکړلې. د جون ٢٨ مه ٢٠١٧ م کال.
د متحدو ایالتونو ددفاع وزیر جېم ماتیس د امریکا او جرمني ترمنځ د جورج سي مارشل په اروپايي مرکز کې له جرمني سره په شراکت خبرې وکړلې. د جون ٢٨ مه ٢٠١٧ م کال.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر وویل " نن ما او ددفاع وزیرې په امنیتي ترجیحاتو د افغانستان او ختیځې اروپا په شمول خبرې وکړلې. په دې کې به عسکر د یوبل ترڅنگ اوږه په اوږه خدمت وکړي.

له بل پلوه د امريکا د کانګرس د استازو جرګې تقريباً د رأيو په اتفاق پرون هغه پرېکړه‌ليک ته رايه ورکړه چې له مخې يې د ناټو تړون ټول غړي مجبوردي چی د يو بل دفاع وکړي.

تر دې څو اوونۍ مخکې د امريکا ولسمشر ډانالد ټرمپ له دغه تړون څخه د امريکا د ملاتړ د ضمانت په اړه شکونه راپېدا کړي وو.

د استازو جرګه کې چې د ولسمشر ټرمپ جمهوريت غوښتونکی ګوند پکې اکثريت دی، دغه پرېکړه‌ ليک ته ۴٢٣ موافقې او ۴ مخالفې رأيې ورکړل شوې.

ښاغلي ماتیس او د جرمني ددفاع وزیرې اورسوله وان دېرلې ین ېې د جورج سي مارشل د امنتیي څېړنو په اروپايی مرکز کې د متحدې دفاع او ترهگری خلاف مبارزې په اړه خبرې وکړلې.

جېم ماتیس وویل: جرمنی او متحده ایالات له یوبل سره متحد دي. موږ به په بروکسل کې د ناټو د وزیرانو په غونډه کې د ترهگری خلاف په دفاعي اقداماتو بحث وکړو.

ښاغلي ماتیس زیاته کړله چې جرمنی په ناټو کې د عسکرو د شمیر له مخې دویم ستر هېواد دی؛ جرمنی په هغه متحده مبارزه کې کې هم مهم مرستندوی هېواد دی چی دداعش د ماتولو لپاره کېږی.

جیم ماتیس وویل د اسلامی دولت خلاف متحده مبارزه کې سترې سوبې لاسته ورغلي دي . هغه د جرمنی ونډه داسلامي دولت خلاف د ایتلاف په دې مبارزه کې وستایله.

جېم ماتیس وویل د ناټو دوزیرانو په غونډه کې به د ناټو د هېوادونو دهغه پلان په اړه هم بحث وکړی چی د ناټو د دفاعي لگښتونو بار ته په گډه اوږه ورکړي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر جېم ماتیس وویل: ماددې یادونه وکړله چی دناټوایتلاف ته په دې وخت کې همدومره اړتیا ده لکه څومره چی ورته د تشکیل په وخت کې وه. زموږ ملتونه به په گډه کار وکړي چی د آزادۍ ددفاع بارته په گډه اوږه ورکړي."

سباته به په بروکسل کې په سترو دفاعي لگښتونو بحث وشی لکه څنگه چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ ېې تمه کوله.

جیم ماتیس د ناټو د وزیرانو له غونډې نه مخکې د ترهگرۍ خلاف پر دفاعي اقداماتو ټینگار وکړ.

XS
SM
MD
LG