د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جرمني د هلوکاست نه د انکار په ضد ګډه مبارزه کوي 


بلینکن په برلین کې په اروپا کې د وژل شویو یهودانو په یادګاري څلي کې د وینا په حال کې
بلینکن په برلین کې په اروپا کې د وژل شویو یهودانو په یادګاري څلي کې د وینا په حال کې

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني د هلوکاست نه د انکار او د یهودیت ضد افکارو پر وړاندې همکاري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وینا دا کار د دې سبب کیږي چې"اوسني او راتلونکي نسلونه د هلوکاست په اړه پوه شي او ترې سمه زده کړه وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ ۳) په برلین کې په اروپا کې د وژل شویو یهودانو په یادګاري څلي کې وویل چې له هلوکاست نه انکار او د یهودیت سره ضدیت د هم جنسبازانو، د پردیو نه د کرکې، نژادپالنې او د تبعیض د نورو ډولونو څخه د کرکې سره یوځای په مخ ځي.

ښاغلي بلینکن وویل: "په همدې خاطر مونږ بابد د هلوکاست د تاریخ د ژوندي کولو لپاره، نه یواځې د تیر وخت د درک په خاطر بلکې د ننني [نسل] د لارښونې او زمونږ د راتلونکې د ټاکلو لپاره د نوښت لارې چارې ومومو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د هغه جرمني سیال هایکو ماس پدې هکله د همکارۍ یو سند لاس لیک کړ. ښاغلي بلینکن وویل چې د امریکا او جرمني حکومتونه به د هلوکاست نه د انکار او یا د هغه د تحریف کولو په وړاندې د مقابلې او پدې هکله د زیاتې زده کړې لپاره په ګډه کار وکړي.

د لیبیا کنفرانس

له دې څخه دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د لیبیا موقت صدراعظم عبدالحمید الدبیبه، د نړیوال کنفرانس په پای کې په لیبیا کې د جګړې د ختمیدو او پدې هیواد کې د یو باثباته حکومت د جوړیدو لپاره سره وکتل.

ښاغلي بلینکن د خوشبینۍ په څرګندولو سره دې کنفرانس ته په اشارې وویل: "فکر کوم [دا کنفرانس] د لیبیا سره ستر نړیوال ملاتړ په ډاګه کړ چې یو غښتلی، متحد، خپلواک، باثباته او د پردیو له مداخلې پرته هیواد اوسي. "

د ملګرو ملتونو او جرمني په کوربتوب د لیبیا نړیوال کنفرانس چې د چهارشنبې په ورځ په برلین کې وشو د ۱۷ هیوادونو مقاماتو او استازو په کې ددې طرحې ملاتړ وکړ چې په لیبیا کې دې د دسمبر په میاشت کې انتخابات وشي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال کې د معمر القذافي د حکومت د ړنګیدو او د هغه له وژنې وروسته دا هیواد د جګړو او شخړو مرکز شو او تر اوسه هیڅ یوه ډله نده توانیدلې چې په بشپړه توګه پدې هیواد واکمنه شي. په لیبیا کې د څو هیوادونو جګړه ماران او ځواکونه میشت دي.

د برلین د کنفرانس په پای کې په رسمي بیان کې ګډون کوونکو د لیبیا څخه د ترکي قواو پرته سمدستي د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ.

د ترکیې ځواکونه د لیبیا د ملي وفاق د حکومت چې ملګرو ملتونو په رسمیت پیژندلی، پدې هیواد کې میشت دي او حکومتي ځواکونو ته د زده کړو ماموریت تر سره کوي.

اروپا ته د سفر په دوام کې ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن به د فرانسې د جمهور ءرئیس امانویل مکرون، سره وګوري او د امریکا او اروپایي متحدینو د اړیکو په غښتلي کولو به خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په دوام کې د ایټالیا په مرکز روم کې په یو کنفرانس کې هم ګډون وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د ماتولو په مبارزې باندې متمرکز دی

همداشان ښاغلی بلینکن به واتیکان ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG