د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جرمني د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ کړی


د طالبانو استازو تازه په مسکو کې د افغان سیاسونو سره ملاقات درلود.
د طالبانو استازو تازه په مسکو کې د افغان سیاسونو سره ملاقات درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جرمني د برلین په ښار کې د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل سره په خبرو کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د "بین الافغاني خبرو" ملاتړ کړی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پدې ملاقات کې د ایران تر څنګ په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې وشوې چې د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې هم پکې وي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د بین الافغاني خبرو پيل کیدل په افغانستان کې د وسلې د راتګ لپاره "مهم" اقدام دی.

امریکا او جرمني دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پخپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا ویلي دي چې د افغانستان د حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو ندي. بلکې دا یې هم ویلي دي چې حکومت د بین الافغاني خبرو ته خنډونه پیدا کوي خو حکومت دا تورونه رد کړیدي.

په همدې کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او د سیمې هیوادونو ته بیا په سفر وتلی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به پدې سفر کې د افغانستان تر څنګ پاکستان، قطر، متحدي عربي امارات، بلجیم او جرمني ته ولاړ شي.

ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي " په تیرې یوې میاشت کې مو زیات پرمختګ کړی. زه پدې سفر کې غواړم چې دا پرمختګ چټک شي".

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه لیکلي دي چې د پرمتختګ په هکله خوشبین دی خو تر څنګ یې دا هم ویلي دي چې د خبرو د کامیابه کیدو لپاره په کار ده چې دواړه خواوې د نرمۍ نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG