د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د حکومت تړل کیدو مخه ونیول شوه


د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې شنبه سپټمبر ۳۰ (تلې ۸) دیموکراتانو د جمهوري غوښتونکو لنډ مهالي اقدامات په غوڅ اکثریت ومنل او پدې سره د حکومت د ځینو برخو تړل کیدو مخه ونیول شوه.

پدې اقداماتو کې د اوکراین سره د متحده ایالاتو مرستې کنګل شوي او د فدرالي حکومت لپاره د ۴۵ ورځو لپاره لګښتونه منظور شول.

د حکومت تړل کیدو د مخنیوي لپاره دا غوښتنه د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي پداسې حال کې وړاندې کړله چې یو شمیر سخت دریځو جمهوري غوښتونکو خبرداری ورکړی و چې د منظوریدو په صورت کې به ښاغلی مک کارتي د استاز مجلس د مشرۍ څخه لیرې کړي.

دا نوی وړاندیز د ۳۳۵ موافقو او ۹۱ مخالفو رایو سره منظور شوی.

د استازو مجلس دا کار یوازې څو ساعته وړاندې تر دې وکړ چې ټاکل شوې وه د بودجې نه منظوریدو له کبله فدرالي حکومت ځینې برخې تړل شوې وی او په میلیونونو فدرالي کار کوونکي او پوځي پرسونل به بې کاره شوي وی او یا به اړ شوي چې د معاش اخیستو پرته کار وکړي.

د سنا مجلس باید دا معامله منظوره کړي او وروسته به جمهور رئیس جو بایډن ته د لاسلیک کولو لپاره واستول شي.

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي خو د سنا په مجلس کې بیا دیموکراتان ډیرې څوکۍ لري.

د سي ان ان ټلویزیوني شبکې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي له قوله ویلي چې د جمهور رئیس بایډن حکومت ددې لایحې ملاتړ کوي تر څو له یوې خوا پرې وکړی شي د حکومت تړل کیدو مخه ونیسي او دا تمه هم لري چې وروسته به وکړی شي د اوکراین لپاره د مرستو پروګرام بیرته پیل کړي.

د استازو په مجلس کې یو شمیر سخت دریځه جمهوري غوښتونکي غواړي چې حکومت د لګښتونو په بودیجې کې د پام وړ کموالی راولي او له همدې کبله یې د هر ډول وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی و.

همدې جمهوري غوښتونکو خبرداری ورکړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي او د لګښتونو دا لایحه د دیموکراتانو په ملاتړ منظوره شي، دوي به کیون مک کارتي د استازو مجلس د مشرۍ څخه لیرې کړي.

خو پخپله ښاغلي مک کارتي بیا په مجلس کې د دواړو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو څخه غوښتي چې "ګونديتوب" دې نکوي او د خپلې دندې له لاسه ورکولو ګواښونه یې هم رد کړي.

هغه وویل، " که څوک غواړي ما پدې خاطر لیرې کړي چې زه په خونه کې مشر یم، ولاړ شئ او دا کوښښ وکړئ".

د دې معاملې له مخې به د فدرالي حکومت د لګښتونو کچه په اوسني حالت کې پاتې شي او د جمهوري غوښتونکو غوښتنه چې د ډیر کموالي غوښتنه یې کړې وه، ونه منل شي ځکه دیموکراتانو پدې هکله جدي مخالفت څرګند کړی و.

لا معلومه نده چې د اوکراین سره مرستې چې په یوې جنجالي موضوع بدلې شوي، څنګه حل شي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو د کیف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ ملیاردو څخه ډیرې دا مرستې یې پوځي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه یې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي خو دا چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات نږدې کیدونکي دي، د رای ورکوونکو لپاره ښایي د اوکراین سره مرستې چندانې مهمه موضوع نه وي.

پدې انتخاباتو کې کاندیدان هم د رای ورکوونکو د زړونو ګټلو لپاره یوازې د اوکراین سره په مرستو ډیر ټینګار نکوي.

د امریکا اقتصاد، روغتیایي خدمات، کډوالي، د سقط جنین حقوق او ځیني نور کورني موضوعات هغه څه دي چې امریکایي رای ورکوونکي ورته ډیر پام کوي او د همدې موضوعاتو له مخې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل د خوښې کاندید غوره کوي.

د انتخاباتو څارونکي پدې باور دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کارګره طبقه د اوکراین د جګړې لګښتونو په هکله اندیښنه لري او د پخوا په څیر یې ملاتړ نکوي.

یوه نظر پوښتنه چې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په سر کې شوې وه، د هغو دموکراتانو شمیر چې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ یې کاوه، د ۷۱ سلنې څخه ۶۳ سلنې ته راټیټ شوی ، پداسې حال کې د جمهوري غوښتونکو شمیر بیا د ۵۳ سلنې څخه ۳۹ سلنې ته راټیټ شوی و.

آن د کانګرس د استازو په مجلس کې لسګونو جمهوري غوښتونکو استازو او څو سناتورانو د اوکراین سره د نورو مرستو په هکله شک څرګند کړی او پدې هکله یې منفي رایې ورکړیدي.

ډیر شمیر جمهوري غوښتونکي ځانونه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پورې تړي ځکه هغه د نورو هیوادونو په چارو کې د امریکا په ورګډیدو اعتراض درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG