د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د غرب لخوا د وسلو په ورکړې کې ورو والي ځوابي بریدونه د خطر سره مخ کړي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي جمعه سپټمبر ۸ (وږي ۱۷) خبرداری ورکړی چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والی د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

هغه زیاته کړه، "ټولې پروسې چې بندیزونه او د وسلو برابرول پکې شامل دي، پیچلې او ورو شویدي".

تر دې وړاندې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشی، ینس سټولټنبرګ تیره ورځ سپټمبر ۷ ویلي و چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

سټولټنبرګ د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو ته وویل: "اوکرایني ځواکونه ورو ورو مخ په وړاندې ځي. دا پرمختګ زموږ د ملاتړ اهمیت او ددغه ‌ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره زموږ وړتیا او لیوالتیا څرګندوي. "

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د برید پر مهال، روسیې د نړۍ دویم پیاوړی پوځ درلود، خو د نوموړي په وینا، "اوس د روسیې پوځ په اوکراین کې دویم پیاوړی پوځ دی."

سټولټنبرګ زیاته کړه: "دا یوه درنه او سخته جګړه ده، خو دوی (اوکرایني ځواکونه) توانېدلي چې د روسي ځواکونو دفاعي لیکې ماتې کړي او پرمختګ وکړي."

د اوکراین جمهور رئیس پداسې حال کې د وسلو غوښتنه کوي چې روسیې د اوکراین څخه په نیول شویو سیمو کې انتخابات کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د بشري حقونو ادارو دا انتخابات غندلي دي او دا یې د اوکراین د خودمختارۍ څخه سرغړاونه بللې.

روسیې ویلي چې دونیڅک، لوګانسک، زاپوریژیا او خیرسون کې انتخابات روان دي چې د یوه بشپړ کنټرول هم د روسیې په لاس کې ندی.

د اوکراین جمهور رئیس پخپلو خبرو کې دا هم ویلي چې روسیه هیله لري په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخاباتو له کبله به د کیف سره د واشنګټن مرستې کمې شي خو هغه د امریکا د ولس څخه غوښتي چې د اوکراین او دموکراسۍ سره دې مرستو ته دوام ورکړي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو د کیف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ ملیاردو څخه ډیرې دا مرستې یې نظامي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه یې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي خو دا چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات نږدې کیدونکي دي، د رای ورکوونکو لپاره ښایي د اوکراین سره مرستې چندانې مهمه موضوع نه وي.

پدې انتخاباتو کې کاندیدان هم د رای ورکوونکو د زړونو ګټلو لپاره یوازې د اوکراین سره په مرستو ډیر ټینګار نکوي.

د امریکا اقتصاد، روغتیایي خدمات، کډوالي، د سقط جنین حقوق او ځیني نور کورني موضوعات هغه څه دي چې امریکایي رای ورکوونکي ورته ډیر پام کوي او د همدې موضوعاتو له مخې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل د خوښې کاندید غوره کوي.

د انتخاباتو څارونکي پدې باور دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کارګره طبقه د اوکراین د جګړې لګښتونو په هکله اندیښنه لري او د پخوا په څیر یې ملاتړ نکوي.

یوه نظر پوښتنه چې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په سر کې شوې وه، د هغو دموکراتانو شمیر چې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ یې کاوه، د ۷۱ سلنې څخه ۶۳ سلنې ته راټیټ شوی ، پداسې حال کې د جمهوري غوښتونکو شمیر بیا د ۵۳ سلنې څخه ۳۹ سلنې ته راټیټ شوی و.

آن د کانګرس د استازو په مجلس کې لسګونو جمهوري غوښتونکو استازو او څو سناتورانو د اوکراین سره د نورو مرستو په هکله شک څرګند کړی او پدې هکله یې منفي رایې ورکړیدي.

ډیر شمیر جمهوري غوښتونکي ځانونه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پورې تړي ځکه هغه د نورو هیوادونو په چارو کې د امریکا په ورګډیدو اعتراض درلود

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG