د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د طالبانو او حقاني ډلې غړي د بندیزونو لیست کې شامل کړي


امریکا د مالیې وزارت ویلي چې دا پریکړه یې یې د دې لپاره کړې چې دغو شپږ تنو طالبانو او حقاني ډلې ته مالي امکانات برابرول.
امریکا د مالیې وزارت ویلي چې دا پریکړه یې یې د دې لپاره کړې چې دغو شپږ تنو طالبانو او حقاني ډلې ته مالي امکانات برابرول.

د تروریزم او د مالي استخباراتو په چارو کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال سیگل مندلکر، ویلي، چې په لیست کې شامل شوي شپږ تنه پر نړیوالو ائتلافي ځواکونو او د طالبانو او حقاني شبکې لپاره مالي امکاناتو په برابرولو کې لاس لري.

میرمن مندلکر ویلي " دا اقدام د جنوبي اسیا لپاره د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ څخه د ملاتړ لپاره شوی، چې هدف ورڅخه د دغو د فعالیتونو ځنډول او د هغو کسانو نومونو افشا کول دي، چې د دغو ډلو د فعالیتونو لپاره اسانتیاوې برابروي".

د امریکا د ماليې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بندیزونو په لیست کې د تازه شپږو شامل شوو کسانو څخه څلور یې افغانان او دوه یې پاکستانیان دي، چې هغوی ټول اوسمهال په پاکستان کې اوسیږي.

د امریکا د بندیزونو د لیست سر کې عبدالصمد ثاني نوم ثبت شوی او هغه د افغانستان او پاکستان اوسیدونکی پیژندل شوی او ویل شوي، چې عبدالصمد ثاني د طالبانو د مالي مرستیال او د دغې ډلې د واکمنۍ پرمهال د افغانستان بانک رئیس په توګه کار کړی.

د امریکا د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې، عبداقدیر بصیر چې افغان دی، په کونړ کې د طالبانو قوماندانانو ته په ۲۰۱۷ کال کې زرګونه ډالرو برابرکړي او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې په اسلام اباد کې د طالبانو جنرال قونسل په توګه هم کار کړی دی.

حافظ محمد پوپلزی چې افغان دی، د طالبانو د مالي کمیسیون غړی او د افغانستان په جنوب لودیځ کې د دغې ډلې مالي مسول په توګه کار کوي.

مولوي عنایت الله هم افغان دی، د افغانستان د ډیرو ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسول او د طالبانو د پیښور شورا پخوانی غړي په توګه هم کار کړی دی.

دا اعلامیه وايي چې فقیر محمد پاکستانی دی او د حقاني ډلې د مالي چارو یو مسول په توګه کار کوي.

همداشان په دې اعلامیه کې د ګلاخان حمیدي په هکله ویل شوي،چې هغه هم افغان دی اود حقاني شبکې مالي او د تکنالوژۍ د چارو مسولیت ترڅنګ په سیمه کې د انساني قاچاقبر په توګه هم کارکوي.

میرمن مندلکر ویلي، چې د پاکستان حکومت بایدد طالبانو او حقاني شبکې د ځالو د ختمولو او د هغوی د مالي سرچینو د بندولو لپاره د امریکا سره ګډ وکړي.

د امریکا د حکومت د دې پریکړې له مخې د دغو شپږ تنو ټولې شتمنې چې د امریکا د حکومت د واک په حوزه کې موجودې دي، کنګل شوی او هغوی سره د امریکایانو هرډول مالي معاملې باندې بندیز لګول شوی دی.

طالبانو تراوسه د امریکا د مالیې وزارت د بندیزونو په لیست کې د دغې ډلې د شپږ تنو د نومونو د شاملولو په هکله غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغې ډلې پر نورو غړو د نړیوالو بندیزونو د لګولو پرمهال دا ډول بندیزونه بې اغیرې بللي وو او ویلي وو، چې دوی په بهرنیو بانکونو کې پیسې نه لري.

XS
SM
MD
LG