د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا متحده ایالاتو افغانستان سره ۷۹۱ میلیون ډالر مرسته وکړه


ዑደት ፕረዚደንት ትራምፕ ኣብ ብሪጣንያ
ዑደት ፕረዚደንት ትራምፕ ኣብ ብሪጣንያ

د افغانستان د ماليې وزارت وايي، افغان حکومت سره د امریکا دا نوې مرسته د بروکسل کنفرانس د ژمنو له مخې شوې او په راتلونکو څلورو کلونو کې به په انکشافي، خصوصي سکتور، حکومتوالۍ، روغتیا، پوهنه او د لوړو زده‌کړو په برخو کې ولګول شي.

د امریکا نړیوالې انکشافي ادارې (USAID) او د افغانستان د مالیي وزارت د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ۷۹۱ میلیون ډ‌الرو د مرستو تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزیر اکلیل احمد حکمیي د تړون د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا دا مرسته د هغو ژمنو پر بنسټ شوې، چې نړیوالې ټولنې په بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره کړې دي.

ښاغلي حکیمي وویل، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د دغو پیسو ۳۳۷ میلیون ډالر د افغانستان په انکشافي، ۱۸۰ میلیون ډالر یې په خصوصي سکتور، ۶۵ میلیون یې د حکومتوالۍ په برخه کې او ۲۱۵ میلیون ډالر یې د روغتیا، پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخو کې ولګول شي.

د مالیې وزیز وویل "زه باور لرم چې دا مرستې به په هغو څلورو برخو کې چې ما یاد کړل د پام وړ مرسته وکړي، هغه څه چې موږ یې تمه لرو دا دی، چې خلک باید په خپل ورځني ژوند کې د روغتیا، پوهنې، ښه حکومتوالۍ ، خصوصي سکتور او نورو برخو کې د بدلون احساس کړي او د دغو مرستو ګټه هغوی ته ورسیږي".

ښاغلي حکیمي وویل، چې د دغو پیسو شاوخوا ۵۰ فیصده د افغان حکومت د بودیجې له لارې لګول کیږي او ډاډ يې څرګند کړ، چې دا مرستې به په شفافه توګه ولګول شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالې انکشافي ادارې رئیس هیربي سمیت د دغه تړون د لاسلیک پر مهال یو ځل بیا له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د دوامداره مرستو او ملاتړ اعلان وکړ او ویې ویل، د یو باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړولو لپاره د دواړو هیوادونو حکومتونه ګډ لیدلوری لري.

ښاغلي سمیت وویل "موږ یو قوي مشارکت لرو او همداشان په خپلو ګډو لاسته راوړنو ویاړو".

د بروکسل له کنفرانس وروسته د نړیوالې ټولنې د ژمنو د عملي کیدو په برخه کې دا لومړۍ ګام دی چې د امریکا نړیوالې انکشافي ادارې له خوا اخیستل کیږي.

د امریکا نړیواله انکشافي اداره (USAID) له افغانستان سره د مرستو دا تړون په داسې حال کې نن لاسلیک کړ، چې د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې، نړیوالې تولنې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې د ۱۵.۲ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG