د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا باندې حمله کوونکي محاکمه کیږي


 د ګوانتانامو د زندان یوه څنډه
د ګوانتانامو د زندان یوه څنډه

پنځه تنه سړي چې په امریکا کی د یو دپاسه دوه زرم کال د سپتمبر د حملو په پلان او دهغې په عملي کولو کې په مرستې تورن دي ،بیرته په ګوانتانامو کی نظامی محکمی کې حاضرکړی شویدی چې کیدی شی چې کیدی شی دا تورونه د دوی د اعدام سبب شي.

خالد شیخ محمد چې وایی ددی حملو طراح دی، او د هغه څلورتنه نور همکاران نن کیوبا کی د امریکا په نظامی اډه کی محکمی ته حاضر کړی شول.

څلورکاله وشول چې دغه پنځه تنه په ګوانتانامو کی د امریکا په نظامی اډه کی په داسی حال کې بندیان دی چې په دې مسلی قانونی او سیاسی جنجال روان دی چې دوی چیرې او څنګه محاکمه شي.

دا پنځه واړه د قریب درې زرو خلکو په وژلو تورن دی چې په نیویارک ، واشنګتن او د پنسلوانیی په شنکسویل کی په حملو کی ووژل شول.

دغه بندوبست د محاکمې د پیل کیدو نه مخکې لومړنی ګام دی چې اخستل کیږي.

توقع کیږی چې دا ټول قانونی جریان به کالونه وخت ونیسي.

د تروریستي حملود قربانیانود کورنیوڅوغړی د قرعه کشی کی په اساس غوره شول، چې ددغه محاکمې دپاره کیوبا ته سفر وکړي او ددغه استعماعیه غونډه جریان په خپله وګوری. د قربانیانو نور خپلوان په امریکا کی په نظامی اډې کی غونډ شویدی چې ددغه محاکمی جریان راسا په تلویزیون کی وګوری

XS
SM
MD
LG