د لاس رسي وړ اتصالات

محرابي: امریکا د نویو افغانیو په چاپ کې مرسته کړې


د افغانستان د مرکزي بانک د عالې شورا او د افغانستان د ځانګړي مالي صندوق د څارنې پلاوي غړي شاه محمد محرابي ویلي چې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د نویو افغاني بانکنوټونو د چاپ په برخې کې آسانتیاوې برابرې کړي تر څو افغانان وکړی شي د ستونزو پرته خپلې ورځنۍ مالي چارې پر مخ یوسي.

د افغانستان مرکزي بانک چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی، د چارشنبې په ورځ وویل چې په پولنډ کې د چاپ شویو نویو افغانیو لومړنۍ جوپه کابل ته رسیدلې خو ددې پیسو د اندازې په اړه یې څه ندي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له یوې خوا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني په بهر کې کنګل شوه او له بلې خوا بهرنۍ مرستې هم بندې شوې چې له همدې کبله افغانستان د سختو مالي ستونزو سره مخ شوی دی. د دې تر څنګ د افغانستان په بانکي سکتور او د بهر سره په راکړې ورکړې یې هم محدودیتونه وضع شوي.

په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري بحران په لړ کې، د متحده ایالاتو حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه (۳.۵ میلیارد ډالر ) په سویس کې د «افغان فنډ» په نوم یو نوي جوړ شوي صندوق ته استوي چې د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ولګول شي.

د امریکا د مالیې وزارت سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) اعلان وکړ چې دا پېسې به د افغانستان بانک ته، چې طالبان یې کنترولوي، نه انتقالېږي.

د افغانستان د پېسو نوی جوړ شوی صندوق به د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئول وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د دوو چارواکو، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي د شورا غړي شاه محمد محرابي په ګډون یو پلاوی به د «افغان فنډ» چارې څاري. دا نوی جوړ شوی صندوق د سویس په ژنیو ښار کې دی

د رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له قوله ویلي، "د افغانستان په بازارونو کې راکړه ورکړه په نغدو پیسو ده او هلته اوسني بانکنوټونه زاړه شویدي. د (افغانستان مرکزي بانک به وکړی شي زاړه بانکنوټونه په نویو بدل کاندي او دا کار به د افغانستان ولس سره مرسته وکړي چې خواړه او د خپل ژوند نور ضروي شیان وپیري".

په افغانستان کې زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه جدي ستونزه بلل شوې او د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د نویو بانکنوټونو په راتګ سره به په سیستماتیکه توګه زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټول کړي.

د افغانستان د مخکني حکومت د ملي تدارکاتو ادارې شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې ویلي و چې د یو پولنډي شرکت (PWPW) سره یې د ۱۰ میلیارد نویو افغاني بانکنوټونو قراراد کړی و چې په هغه وخت کې یې ارزښت ۸.۵ ملیارده ډالر ښودل شوی و. پدې قرارداد کې ویل شوي و چې دا پولنډی شرکت به په یو نیم کال کې د افغانستان لپاره د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ بانکنوټونه چاپوي.

په عین حال کې د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهانو ویلي که د نغدو پیسو چلند په سمه توګه اداره نشي، د ډیرو پیسو شتون به په افغانستان کې د انفلاسیون سبب شي.

د باختر اژانس د راپور په اساس، د نویو افغانیو په رسېدو سره به په افغانستان کې د «نقدو پېسو مشکل تر ډېره» حل شي او د افغانستان اقتصادي وضعیت به هم په «ښه لوري روان» شي.

په عین حال کې د افغانستان د مرکزي بانک او مالیې وزارت چارواکو ویلي د نویو بانکنوټونو څخه به یوازې په بازار کې د زړو او له کاره لویدلو بانکنوټونو د راټولولو لپاره کار واخیستل شي او د طالبانو د بودیجې لپاره به ترې کار وانخیستل شي.

شاه محمد محرابي هم ویلي چې د افغانستان مرکزي بانک منلې چې یوه درېیمګړې ډله به ددې پیسو د لګښت چارې څاري او په وینا یې چې د امریکا د مالیې وزارت هم د یوې ناظرې ادارې ګمارل تائید کړيدي.

XS
SM
MD
LG