د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په دوحه کې د طالبانو سره خبرې "صریحې او مسلکي" وې


متحده ایالات وایي په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته د قطر په پایتخت دوحه کې د دې ډلې د استازو سره لومړنۍ مخامخ خبرې "مسلکي او صریحې" وې.

طالبانو هم ویلي چې د متحده ایالاتو د استازو سره دوه ورځنۍ خبرې یې "ښې پر مخ ولاړې" او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین پر وینا په "غونډې کې په ټولو اړوندو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې او د دیپلوماتیکي اړیکو د بهتره کیدو هڅې به کیږي".

ښاغلي شاهین دا ندي ویلي چې د امریکایي لورې سره په کومو موضوعاتو خبرې شوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې امریکایي هیت پدې خبرو کې د امنیت، د ترهګرۍ اندیښنو، د افغانستان نه په خوندي توګه د امریکایي اتباعو او افغانانو په وتلو ، بشري حقونو او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې په معني داره توګه میرمنو او نجونو ته د برخې په ورکولو تمرکز درلود.

ښاغلي پرایس همدرانګه ویلي چې د دواړو هیوادونو استازو د متحده ایالاتو لخوا د افغانستان د ولس سره د مخامخ بشري مرستو په برابرولو هم خبرې کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په اعلامیې کې ویلي چې: "بحثونه صریح او مسلکي و. امریکایي هیت پدې ټینګار کاوه چې د طالبانو په هکله قضاوت د هغوي په الفاظو نه بلکې په عمل کیږي."

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا د طالبانو او امریکا استازي پدې دوه ورځنیو خبرو کې کومې موافقې ته رسیدلي او که نه.

په همدې حال کې د الجزیرې ټلویزیون د طالبانو د کابینې د سرپرست وزیر امیر خان متقي په حوالې ویلي چې طالبانو د امریکا د استازو نه غوښتي چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې دې خلاصې کړي.

وروسته تر هغه چې د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې ۹میلیارډ ډالر چې په نیویارک ښار کې د فدرال بانک په ذخیرو کې ساتل کیږي کنګل کړل.

طالبان شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا سازمان د هغوي حکومت په رسمیت ندی پیژندلی. متحده ایالاتو هم ویلي چې په دوحه کې د دې ډلې د استازو سره مخامخ خبرې د هغوي په رسمیت پیژندلو معنی نلري.

XS
SM
MD
LG