د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایډز خلاف نوې ستراتیژي اعلان کړه


امریکا د ایډز خلاف نوې ستراتیژي اعلان کړه
امریکا د ایډز خلاف نوې ستراتیژي اعلان کړه

د امریکا جمهور ریس براک اوباما د سی شنبی په ورځ د ایډز د ناروغۍ سره د مبارزی ملی هر اړخیزه ستراتیژي اعلان کړه.

دغه ستراتیژي چی پکی په نظر کی نیول شوی چی د پنځو کالو په موده کی به ایچ ای وی ٢٥ فیصده کم کړی ، د ایدز د ناروغی په اړه به د خلکو د آگاهۍ کچه لوړه کړی او په ایچ ای وی باندی به اخته کسان تشخیص شی.

جمهور ریس د ایدز د ناروغۍ فعالینو او د اجتماعی ټولنوتقریبآ دوه نیم سوه مشرانو ته په سپینه ماڼۍ کی خبری کولی ، هغه وویل چی دغه نوی ستراتیژی تقریبآ ٣٠ کاله وروسته له هغه جوړیږی چی ډاکترانو هغه وخت د لوړی ځل لپاره د ایدز د ناروغۍ لومړی واقعات تثبیت کړل.

هغه وویل چی د دی هراړخیزی او منظمی ستراتیژۍ له مخی به د ایچ ای وی په تداوی کی بهبود راشی، د معایناتو لړۍ به پراخه شی او حتی په نسبتآ غریبو منطقو کی به د تداوۍ امکانات مساعد کړي او په روغتونونو کی به د مریضانو سره د تبعیض کولو مخه ونیول شی.

جمهور ریس وویل خو سوال په دی کی دی چی آیا دا ملک دی ته آماده دی چی په دی اړه خپل مسؤلیت ادا کړی او د یوی مخنیوی وړ غمیزی دمخنیوی لپاره ټول امکانات او سیاسی اراده متمرکزه کړی.

"په داسی حال کی چی په ملک کی د ایچ آی وی د خپریدو واقعات د پخوا په شان زیات نه دی خو هره یوه نوی واقعه بیا هم زیاته ده.

مونږ په امریکا باندی باور لرو او دلته به د ایچ آی وی ایډز مریضانو ته د شک په ستگه نه کتل کیږی بلکه په درنښت به تداوی کیږی.

هغوی ته به دوا او لازم روغتیایی خدمات عرضه کیږی او کولای شی خپل ژوند په عادی توگه پرمخ بوځی".

مخکی د روغتیا او اجتماعی خدمتونو وزیری کتلین سیبیلیوس وویل چی دا ستراتیژی د دی ښکارندویه ده چی د ایچ آی وی ئایدز په اړه پرمختگ شوی، خو نوره هڅه هم باید وشی.

"په ١٩٩٠ مو کلونو کی د نویو واقعاتو د مخنیوی کچه ټیټه وه او په کال کی د پنځوسو زرو په شاو خواو کی نوی واقعات کشف کیدل او په داسی حآل کی چی په هغو کلونو کی د ایچ آی وی پیښی زیاتی وی نو اوس په دی کی شک نشته چی دا پیښی کمی شوی ، خو بیا هم کفایت نکوی او نوره هڅه هم باید وشی".

XS
SM
MD
LG