د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کورني امنیت د وزارت د بودجې کړکیچ


دموکراتان او د سنا مجلس ځني جمهوري غوښتونکي د کورنی امنیت د وزارت لپاره د یوې داسې بودجې غوښتنه کوي چې شرطونه ورسره مل نه وي
دموکراتان او د سنا مجلس ځني جمهوري غوښتونکي د کورنی امنیت د وزارت لپاره د یوې داسې بودجې غوښتنه کوي چې شرطونه ورسره مل نه وي

د امریکا د متحده ایالتونو کانگرس له یوې اونۍ اوږدې رخصتۍ نه وروسته نن بېرته په کار پیل وکړ او په روانه اونۍ کې د کانگرس لپاره تر ټولو مهم کار د کورني امنیت د وزارت لپاره د بودجې د تائید موضوع ده.

د متحده ایالتونو د کورني امنیت د وزیر جې جانسن په وینا، امنیتي گواښونو په نظر کې نیولو سره دا حتمي ده چې دا وزارت د روانې اونۍ په پای کې بودجه ولري.

که څه هم دا بودجه په کانگرس که د استازو د مجلس لخوا تصویب شوې ده خو په سنا مجلس کې دموکراتان د دې بودجې د تائید مخه بنده کړې ده.

د دموکراتانو په وینا د استازو د مجلس لخوا د کورني امنیت لپاره تصویب شوې نوې بودجه د جمهور رئیس د هغه فرمان د عملی کېدو مخنیوی کوي چې ښاغلي اوباما د تېر کال په وروستیو کې د میلیونونو بې اسناده کډوالو د شړلو د مخنیوی په اړه صادر کړی و.

دموکراتان او د سنا مجلس ځني جمهوري غوښتونکي د کورنی امنیت د وزارت لپاره د یوې داسې بودجې غوښتنه کوي چې شرطونه ورسره مل نه وي.

خو د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکی مشر، جان بېنر په سنا مجلس کې د دموکراتانو دا خبره یوه ناکامه غوښتنه بللې ده.

د ښاغلي بېنر په وینا "د استازو مجلس خپل کار کړی دی. موږ یوه داسې بودیجه تصویب کړی ده چې د کورني امنیت وزارت ته پېسې ورکوي او د مهاجرینو په اړه د جمهور رئیس د یو اړخیزه فرمانونو مخنیوی کوي. دا نور د سنا په دموکراتانو پورې اړه لري چې خپل کار وکړي."

خو تېره اونۍ یوې فدرالي محکمې دا پرېکړه وکړه چې د جمهور رئیس اجرایی فرمان د تعلیق په حال کې راوستل شي او داسې ښکاري چې د محکمې دا پرېکړه د کډوالو پر سر را ولاه شوې لانجه تر یوه حده کراره کړي.

په سنا مجلس کې د جمهوري غوښتونکي سناتور لندسي گراهم په وینا که چېرې د متحده ایالتونو د کورني امنیت د وزارت بودجه تائید نه شي نو پایلې به یې خطرناکې وي.

ښاغلی گراهم دا هم وایي که چېرې بودجه منظور نه شي او متحده ایالتونه له کوم برید سره مخامخ شي نو ملامتیا به یې د کانگرس په دواړو خونو کې پر جمهوري غوښتونکو غړو واچول شي.

XS
SM
MD
LG