د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د یرغملو په اړه خپله تګلاره بدله کړه


 اوباما وایي د امریکا حکومتي چارواکي د سړو تښتونکو او د هغوی د آستازو سره تماس نیولای شي.
اوباما وایي د امریکا حکومتي چارواکي د سړو تښتونکو او د هغوی د آستازو سره تماس نیولای شي.

ولسمشر باراک اوباما وايي چې د امریکا حکومت به نور په امریکایي کورنیو باندي له دې کبله د جرم تورونه ونه لگوي چې غواړي د سړو تښتونکو تروریستانو سره خبرې وکړي یا د پیسو ورکولو په بدل کې برمته شوي کسان را خوشي کړي.

ښاغلي اوباما د یرغمل نیول شوو کسانو په اړه د امریکا د پالیسۍ د شپږو میاشتو څېړنې وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې « موږ باید کارونه په ښه توگه ترسره کړو.»

ولسمشر اوباما وعده وکړه چې حکومت به « د هیواد د قابلیتونو د ټولو وسیلو نه کار واخلي،» چې هغه امریکایان را خلاص کړي چې په خارجي هیوادونو کې نیول شوي دي.

په دې کې د یرغملو د کورنیو سره موثره همکاري شامله ده، لکه د یرغملو د خپل خپلوانو سره د اطلاعاتو شریکول او د یرغملو د آزادولو دپاره د خصوصي ادارو سره کار کول.

ولسمشر وویل چې د امریکا حکومتي چارواکي د سړو تښتونکو او د هغوی د آستازو سره تماس نیولای شي.

خو، هغه وویل چې د اوږدې مودې پالیسي به تغیر و نه خوري چې په اساس یې د امریکا حکومت نه شي کولای چې امتیازات ورکړي. مثلا، تروریستي ډلو ته چې امریکایان یې یرغمل کړي دي پيسې ورکړي.

د نوې پالیسۍ په اساس به د یرغمل نیول شوو کسانو کورنۍ له دې کبله په جرم نه محکومه کیږي چې د خپلو گرانو کسانو د آزادولو د پاره سړو تښتونکو ته پیسې ورکوي.

په نیویارک کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمیټې ویلي دي چې په پالیسۍ کې د تغیراتو ملاتړ کوي. دغه ډله د ژورنالستانو استازیتوب کوي چې ځینې وخت یې غړي د یرغمل کیدو د خطر سر مخامخ کیږي.

XS
SM
MD
LG