د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه د حیاتي منرالونو په غونډه کې د ۵۰ هېوادونو کوربتوب کوي

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي‌ډي وینس د چهارشنبې په ورځ ( د جنوری ۴) د امریکا د حیاتي منرالونو د تدارکاتي بهیر په تړاو یوه ستره غونډه پرانیستله. واشنګټن دا موضوع د ملي امنیت، د ټکنالوژیک ځواک او اقتصادي پیاوړتیا لپاره حیاتي بللې ده.

د ولسمشر مرستیال، ښاغلي وینس چې د ۵۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازو ته یې خبرې کولې، وویل: «نن سهار د ټرمپ اداره یو عملي میکانېزم وړاندیز کوي څو د نړۍ د حیاتي منرالونو بازار بېرته سالم او د سیالۍ لا لوړ حالت غوره کړي. د حیاتي منرالونو لپاره یو ترجیحي سوداګریز زون رامنځته شي چې د بهرنیو لاسوهنو څخه خوندي وي. داسې چې په عمل کی د پلې کیدونکو بیو پر بنسټ او د اصولو له لارې به ساتل کېږي.»

هغه وویل دا اداره غواړي د تولید بېلابېل مرکزونه رامنځته شي، د پانګونې باثباته شرایط موجود وي، او داسې یو تدارکاتي بهیر رامنځته شي چې د بهرنیو خنډونو څخه تل خوندي اوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وینا وکړه او ویې ویل چې د ادارې لپاره (حیاتي منرالونه) «بې‌ساري ارزښت» لري.

هغه وویل د تدارکاتو په لړۍ کې تنوع او حیاتي منرالونو ته لاسرسی د ټرمپ د ادارې او د ټولې نړۍ لپاره یو مهم لومړیتوب ګڼل کیږي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې یو شمېر اقدامات کړي دي، چې پکې د حیاتي منرالونو په پراختیا کې لویې پانګونې هم شاملې دي. دغې ادارې له څو هېوادونو سره تړونونه هم لاسلیک کړي دي، څو ددې ادارې د چارواکو په قول د چین له خوا د نایابه او نادرو عناصرو تدارکاتي لارې تر «کلک کنټرول» لاندې وساتل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا غونډه «تاریخي» بللې او ویلي یې دي چې دا به د همکارۍ لپاره نوی خوځښت رامنځته کړي، څو هغه مهمې برخې خوندي شي چې د ټکنالوژۍ د نوښت، اقتصادي ځواک او ملي امنیت لپاره اړینې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې وویل: «د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، موږ پرېکنده ګامونه اخلو څو په کور دننه د حیاتي منرالونو زیرمې وپېژنو او پراختیا ورکړو، چې د ټولو امریکایانو په ګټه وي.»

روبیو د سې‌شنبې په ورځ ( جنوري ۳) د غونډې په څنډه کې له دوو بهرنیو وزیرانو سره هم وکتل، چې پکې د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو هیون او د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرمنیم جېشنکر شامل وو.

روبیو وویل، له خپلو سیالانو سره یې د حیاتي منرالونو د تدارکاتي لارو د لا تنوع او خوندي کولو دپاره پر همکاریو ټینګار وکړ.

متحدو ایالتونه تېره میاشت د جي-۷ هېوادونو د وزیرانو کوربه وو او د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د خپلې انرژۍ سرچینې متنوع کړي او د حیاتي منرالونو لپاره دې پر چین خپله تکیه کمه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG