د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس په حزب الله بندیزونه منظور کړل


ایران د حزب الله د وسله والي تروریستي ډلې د مشر حسن نصرالله سره نږدې اړيکې لري، د وسلو او پییسو مرستې هم ورسره کوي.
ایران د حزب الله د وسله والي تروریستي ډلې د مشر حسن نصرالله سره نږدې اړيکې لري، د وسلو او پییسو مرستې هم ورسره کوي.

د متحده ایالاتو د استازو مجلس د چارشنبې په ورځ د حزب الله په ډلې نوي بندیزونه منظور کړل. ایران د دې شعیه ملیشو ملاتړ کوي.‌

د استازو د مجلس دا اقدام د تهران پر خلاف د جدي اقداماتو یوه برخه ده.‌ تمه کیږي چې د استازو مجلس به نن -اکتوبر ۲۶مه - په ایران هم د هغه هیوا د بالاستیک توغندیو د پروګرام په خاطر نوي بندیزونه وضع کړي.

امریکا په ۱۹۹۷ کال کې حزب الله د بهرنیو تروریستي سازمانانو په لیست کې شامله کړې وه . واشنګټن د همدې میاشتې په سر کې د دې ډلې د دوه جګپوړو چارواکو پر سر د څو ملیونه ډالرو انعام هم ایښی و.

د چارشنبې په ورځ د استازو مجلس په حزب الله د بندیزونو درې لایحې منظورې کړلې.‌یوه لایحه دا چې په ټولو هغو ادارو به نوي بندیزونه ولګول شي چې د حزب الله ډلې ته وسلې او نورې مرستې ورکوي.‌

دویمه دا چې په حزب الله او ایران به نوي بندیزونه د ملکي خلکو نه د انساني سپر په توګه د کار اخیستلو په خاطر منظور شول او په دریمه لایحه کې بیا د اروپایي ټولنې نه غوښتل شوي چې حزب الله دې تروریستي سازمان اعلان کړي.‌

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اکتوبر د میاشتې په ۱۳ مې نیټې د ایران په هکله د خپلې نوې تګلارې د اعلان پر وخت اعلان وکړ چې د دې تصدیق نکوي چې ایران په اتومي موافقې عمل کوي او خبرداری یې هم ورکړی و چې دغه موافقه به لغوه کړ

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایډ روایس وویل چې” نوي بندیزونه به د حزب الله مالي چارې بندي کړي او د ورانکارۍ او وژنو د اعمالو حساب کتاب به ورسره کیږي”

XS
SM
MD
LG