د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په تاریخ کې د دویم ځل لپاره کانګرس د کابینې یو وزیر استیضاح کوي


جمهوري غوښتونکي د کورني امنیت وزیر ملامتوي چې متحده ایالاتو ته د جنوبي سرحد څخه د کډوالو د راتګ په مخنیوي کې پاتې راغلی.
جمهوري غوښتونکي د کورني امنیت وزیر ملامتوي چې متحده ایالاتو ته د جنوبي سرحد څخه د کډوالو د راتګ په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د متحده ایالاتو استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو چې اکثریت ورسره دی، سه شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۴) یې د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس د استیضاح کولو لپاره رایه ګیري وکړله او پدې یې تورن کړ چې په تیر یو کال کې د مکسیکو پولې څخه متحده ایالاتو ته د ډیر شمیر کډوالو د راتګ مسؤل دی.

د سه شنبې ورځې په رایه ګیرۍ کې د ښاغلي مایورکاس د استیضاح لپاره ۲۱۴ مثبتې او ۲۱۳ منفي رایې ورکړل شوې وې. د جمهوري غوښتونکو ګوند یوازې دریو او د دیموکرات ګوند ټولو وکیلانو منفي رایې ورکړې.

د استازو په مجلس کې سخت دریځو محافظه کارو جمهوري غوښتونکو د څو میاشتو راهیسې په ښاغلي مایورکاس پسې پښې رالوڅې کړې وې. تیره اوونۍ هم د کورني امنیت وزیر د استیضاح کیدو لپاره رایه ګیري شوې وه خو دا چې دریو جمهوري غوښتونکو منفي رایې ورکړې او یو دیموکرات وکیل د ناجوړتیا له کبله حاضر نه و او د استاو مجلس پام هم ورته نه و، مایورکاس د استیضاح کیدو څخه بچ شو.

دا د ۱۸۷۶ میلادي کال راپدیخوا چې د جګړې هغه وخت وزیر ویلیم بیلکنپ استیضاح شوی و، دویم ځل دی چې د کابینې یو وزیر کانګرس ته د پوښتنو لپاره ورغوښتل کیږي.

د سه شنبې ورځې په رایه ګیرۍ کې هم مثبتې او منفي رایې تقریباً برابرې وې خو دا چې پدې مجلس کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت مشر، سټیف سکالیس چې تیره اوونۍ یې په رایه ګیرۍ کې د ناجوړتیا له کبله برخه نه وه اخیستې، په مجلس کې حاضر و مثبتې رایې ډیرې وې.

د استازو مجلس ته د ښاغلي مایورکاس استیضاح چې په سیاسي لحاظ په رسمي توګه په جرم تورن کیدو سره برابر دي، ښایي د جمهوري غوښتونکو منتقدینو لپاره سمبولیک بری وي.

خو دا استیضاح داسې مهال کیږې چې یو شمیر جمهوري غوښتونکي د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه وړاندې په یو ډول کوښښ کوي د متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کې د کډوالو د ګډوډۍ ملامتي په جمهور رئیس جو بایډن او په کانګرس کې د دیموکرات ګوند په غړیو واچوي.

د تیر کال ډسمبر په میاشت کې په اوسط ډول هره ورځ د مکسیکو – امریکا په جنوبي سرحد کې ۱۰ زره کډوال نیول شوي و چې غوښتل یې امریکا ته داخل شي.

که چیرته د استازو په مجلس کې د کورني امنیت وزیر مجرم هم وبلل شي خو په سنا کې چې دیموکراتان پکې اکثریت دي، د شک پرته چې مبرا به شي.

د محاکمه کیدو لپاره له دریو څخه دوه برخو رایو ته اړتیا ده ؛ پدې معنی چې که د سنا په مجلس کې ټول جمهوري غوښتونکي هغه مجرم وبولي او لږ تر لږه ۱۸ دیموکراتان یې هم ورسره لاس یو کړي، ښاغلي مایورکاس محکومیدلی شي.

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې ۵۱ دیموکراتان او ۴۹ جمهوري غوښتونکي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG