د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا توپان ځپلو خلکو ته د هوا له لارې مرستې رسوي


امریکا توپان ځپلو خلکو ته د هوا له لارې مرستې رسوي
امریکا توپان ځپلو خلکو ته د هوا له لارې مرستې رسوي

د امریکا د متحده ایالاتو په شمال ختیځ کي چارواکي وایي چي دوی دې ته ځانونه چمتو کوي چی د هغو سیمو خلکو ته د هوا له لاري خوراکي مواد او اوبه ورسوي چي د آیرین د سمندري طوفان په وجه یې ارتباط قطع سوی دی.

د ( ورمانټ ) په ایالت کي د اضطراري چارو کارکونکو پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي دوی به د تقریبا دوولس ښارګوټو خلکو ته د موادو د رسولو د پاره د هلیکوپترو نه کار واخلي. په دغو ښارګوټو کي کورونه اوبو وړي یا تر اوبو لاندي شوي دي. د ( نیو جرسي ) په ایالت کي د ژغورني د چارو کارکونکو څه د پاسه ٥٠٠ کسه د سیلاونو د اوبو نه وژغورل.

د جمهوررئیس اوبا ما لوړ پوړو چارواکو هم د ورمانټ، نیوجرسی او ویرجینیا ایالتونه چي دغه سمندري طوفان سخت ځپليدي وکتل او د ژغورني د عملیاتو جاج یې واخیست او محلي چارواکو ته یې مرستي برابري کړې. جمهور رئیس اوباما د اضطراري چارو فیډرالي ادارې ته امر کړی چي د هغو خلکو سره چي د غه سمندري طوفان ځپلي دي، تر خپل وس پوري مرسته وکړي.

له بلي خوا د هوا د حالاتو ماهرانو پیشګویي کړې چي یو بل سمندري طوفان هم د اطلس سمندر په اوبو کي د جوړیدو په حال کي دي. د امریکا د سمندري طوفانونو ملي مرکز وویل چي د ( کاتیا ) په نامه طوفان به د شنبې یا یکشنبې تر ورځي پوري زور واخلي او یو لوی طوفان به ترې جوړ شي، مګر هغه وویل چي تر اوسه پوري لا دا نه ده معلومه چي ( کاتیا ) به چیري پر ځمکه را شوه سي او بارانونه به واوروي.

XS
SM
MD
LG