د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکا د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه


په کابل کې د امریکا سفارت د روژې د میاشتې د رارسیدو له امله خپله د خپلواکۍ ورځ د جون په اتمه ولمانځله
په کابل کې د امریکا سفارت د روژې د میاشتې د رارسیدو له امله خپله د خپلواکۍ ورځ د جون په اتمه ولمانځله

په کابل کې د امریکا سفارت نن د امریکا د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه وکړه او پدغو مراسمو کې ګڼو افغان چارواکو هم برخه اخېستې وه.

که څه هم د جولاۍ څلورمه د امریکا د متحدو ایالاتو د خپلواکۍ ملي ورځ ده، خو په کابل کې د امریکا سفارت ددغې ورځې نمانځنه ځکه نن وکړه، چې د جولاۍ په څلورمه به روژه وي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل مک کینلي مراسمو ته وویل، چې له افغانستان سره د پراختیايي مرستو نوې پاڼه پرانیزي او خپلې مرستې به له افغان حکومت سره د حکومت د خودکفايۍ د اجنډا سره برابرې کړي.

د امریکا سفیر وویل له افغانستان سره یې اړیکې له امنیت ور اخوا دي، او امریکا غواړي له اداري فساد سره په مبارزه کې د ملي یووالي حکومت نه ملاتړ وکړي.

د امریکا سفیر مایکل مک کینلي وویل چې افغانستان له ګڼو ګواښونو سره مخ دی.

په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل مک کینلي وویل "مونږ د کابینې د سل ورځنیو پلانونو نه ملاتړ کوو، ترڅو ښه خدمات افغانانو ته وړاندې کړي."

پدغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي بیا وویل چې د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې ده او د امریکا مرستې پدې برخه کې د ملي یووالي حکومت ته مهمې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل "مونږ باوري یو، چې د امریکا په دوامداره مرستو به افغانستان په خپلو پښو ودریږي او خود کفا به شي."

د امریکا متحده ایالاتو دوه سوه او نهه دېرش کاله وړاندې له انګلیسانو نه خپله خپلواکي واخېسته او فرانسویانو ورسره مرسته وکړه

XS
SM
MD
LG