د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د دواګانو پر هندي شرکتونو انتقاد کړی


په داسي حال کې چې د هند د دواګانو صنعت د کیفیت له لحاظه تر نیوکې لاندي راغلی دی، د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو په هندي فابریکو کې د تولید د معیارونو د جدي رعایت غوښتنه کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو زیاته اندازه دواګانې په هند کې تولېديږي.

د هند نه د صادرېدونکو دارو درملو په هکله هغه مهال اندېښنې زیاتې شوې چې د رنباګسي په نامه د هند د دواګانو یوې مشهورې کمپنۍ دا ومنله چې د یو شمیر دواګانو په تولید کي یې غیر صحي مواد کار کړي وو او دغه راز په ځینو مواردو کې یې غلط معلومات وړاندي کړي وو.

د امریکا د خوراکي موادو او دواګانو د تفتیش ادارې د رنباګسي د کمپنۍ څخه پر واردېدونکو دواګانو باندي بندیز ولګوی. دغه راز د وک هارډ په نامه د بلي کمپنۍ پر یو شمیر دواګانو باندي هم بندیز لګېدلی دی.


د امریکا د خوراکي موادو او دارو درملو د تفتیش د ادارې مشرې مارګریت هامبرګ هند ته د خپل ۹ ورځني سفر په ترڅ کې پر دې باندي ټینګار وکړ چې د هند د دواګانو کمپنۍ باید دا یقیني کړي چې هغه دواګانه چې بهر ته صادروي ټولې بې خطره او مصونې وي.


سره له دې چې د هند د دواګانو د صنعت د یو څو کمپنیوو په هکله اندېښنې راپارېدلي دي خو دغو اندېښنو د هند د دواګانو د بشپړ صنعت نوم وربد کړی دی.

په ورستیو کلونو کې د هند د دواګانو مارکیټ ځکه بې ساري اقتصادي رشد وکړ چې په دې هېواد کې دواګانې په ډیر لږ لګښت باندي جوړېږي او مخ پر ودې او پرمختللیو هېوادونو ته صادرېږي.

په هند کې د دارو درملو کارو بار ۱۵ میلیارده ډالره دی

په مجموع کي د هند د دواګانو صنعت په کال کې ۱۵ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

د هند د دواګانو د صنعت د اتحادیې مشر ډي جي شاه وايي چې د دواګانو کمپنیوو په هغو اقداماتو لاس پوري کړی دی چې د امریکا د معیارونه سره ځان برابر کړي.

هغه داسي وویل ،،مونږ سازمانونو ته او ددغو سازمانوو مشرانو ته خبرداری ورکړی دی چې ځان دي د نويو بدلونونو سره برابر کړي. د امریکا د خوراکي موادو د تفتیش د ادارې سره به یوځای په هند کي داسي سیمینارونه جوړ کړو چې په لړ کې یې هندي کمپنۍ د امریکايي معیارونو او غوښتنو سره بلدې شي.،،

د امریکا د خوراکي موادو او دارو درملو د تفتیش ادارې پر هندي چارواکو باندي غږ کړی دی چې د امریکا سره دي یوځای سي او د دواګانو د تولید په برخو کي دي جدي څارنه وکړي ځکه د هند د دواګانو صنعت په نړیوال مارکېټ کې یو مهم رول لوبوي.


د څارنې په موخه به امریکا په هند کې د خپلو مفتشینو شمیر د ۱۱ څخه ۱۹ تنو ته پورته کړي ترڅو د درملو فابریکې په جدي توګه وڅارل شي. په عین حال کې هند هم په پام کي لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل د څارونکو شمیر د ۱۵۰۰ څخه ۵۰۰۰ ته پورته کړي.

خو د هند د دواګانو د صنعت د اتحادیې مشر ډي جي شاه بیا وايي چې سره له دې چې د امریکا مفتشینو د هند د دواګانو په یو شمیر کمپنیو کې سرغړونې په ګوته کړي دي خو د هند د دواګانو صنعت اوس هم د نړۍ په کچه معیاري دی. هغه وویل چې د څو محدودو پېښو نه باید غټې کیسې جوړې نشي.


هغه داسي وویل: ،،مونږ ته په کار ده چې په لومړي ګام کې په خپلو کمپینو کې اصلاحات راولوو چې هغه مونږ کوو. مطبوعاتو ته په کار ده چې یوې یا دوو کمپنیو ته غلي ونه اوسي ځکه امریکا ته ۳۰۰ کمپنۍ دواګانې صادروي.،،


په امریکا کې ۴۰ په سلو کې دارو درمل چې د نسخې له لارې او یا هم په مغازو کې مستقیما خرڅېږي، د هند څخه راواردېږي. ددغو دواګانو اکثریت یې ارزانه دواګانې دي.
XS
SM
MD
LG