د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا تائید کړه چې ایران کې خونړۍ چاودنې داعش - خراسان څانګې کړي


ایراني چارواکو ویلي په غبرګو چاودنو کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي.
ایراني چارواکو ویلي په غبرګو چاودنو کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي.

دوو سرچینو ویلي یو شمیر مکالمې چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو راټولې کړي، تائیدوي چې په ایران کې د چارشنبې ورځې غبرګونې چاودنې د داعش - خراسان څانګې کړي.

یوې سرچینې چي ددې استخباراتو په هکله معلومات لري، جمعه جنوري پنځمه (مرغومي ۱۵) یې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ایران کې د دې چاودنو په هکله استخباراتي معلومات "نه رد کیدونکي او دقیق دي".

دې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط پرته لدې چې د موضوع حساسیت له کبله نور جزیات ورکړي، ویلي چې استخباراتي معلومات د هغو مکالمو څخه تر لاسه شوي چې دې ادارو "قطع" کړیدي.

د دې مکالمو قطع کیدو په باره کې تر دې وړاندې راپور نه و ورکړل شوی.

په ایران کې د چارشنبې ورځې په غبرګو چاودنو کې چې د وژل شوي نظامي مشر قاسم سلیماني څلورم تلین په مراسمو کې وشول، تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي.

دا په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو خونړي بریدونه و.

سره لدې چې ایراني چارواکو په لومړي سر کې د دې چاودنو ملامتي په اسرائیل او امریکا اچولې وه خو د اسلامي دولت یا داعش ډلې د پنجشبې په ورځ ادعا وکړه چې دوو وسله والو یې دا چاودنې کړي چې ځانمرګي واسکټونه یې اغوستي و.

داعش ډلې دا نه و ویلي چې د خراسان څانګې یې دا چاودنې کړیدي خو دې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "متحده ایالات ښه دقیق استخباراتي معلومات لري، چې داعش – خراسان څانګې دا بریدونه کړي".

د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې پدې هکله له تبصرې کولو ډډه کړې.

په عین حال کې ایراني چارواکو د جمعې په ورځ ویلي چې د چارشنبې ورځې چاودنو په تړاو یې ۱۱ مشکوک کسان، چاودیدونکي آلې او واسکټونه نیولي دي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان ایرانیان که د بل کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي.

ایراني چارواکو هم لا پدې هکله څه ندي ویلي چې آیا پدې چاودنو کې د داعش – خراسان څانګې لاس دی که نه.

د ایران دولتي رسنیو د چارشنبې په ورځ ویلي و چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.

ایراني مقاماتو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۱۸۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د سلیماني د تلین په دغه مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر بغداد ته نږدې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.

ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني "د نړۍ یو لوی ترهګر" بللی و او ویلي و چې هغه د سیمې په بې ثباته کولو او د افراطي ډلو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG