د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخبارات به په افغانستان کې پاتې وي- ټرمپ


ټرمپ وايي که له طالبانو سره خبرو نتجیه ورکړي، له افغانستان څخه خپل پوځ وباسي
ټرمپ وايي که له طالبانو سره خبرو نتجیه ورکړي، له افغانستان څخه خپل پوځ وباسي

ولسمشر ټرمپ وایي چې د امریکا استخباراتي ماموران به په افغانستان کې حالات له نژدې ارزوي.

ولسمشر ټرمپ وایي چې په افغانستان کې یې طالبان سخت ځپلي دي، اوس دا ډله له جګړې ستړې شوې ده او سوله غواړي.

ښاغلي ټرمپ له امریکایي تلویزون سي بي اس سره په مرکې کې وویل "د سولې وخت رارسیدلی دی. وګورو چې طالبان څه کوي. هغوی سوله غواړي. هغوی ستړي دي. ټول ستړي دي... دا نا تمامېدونکې جګړه باید یو وخت ودریږي."

ښاغلي ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا لږ امریکايي سرتېري به په افغانستان کې پرېږدي؟ وویل چې ښایي لږ شمیر پاتې شي او "په ځانګړي ډول استخباراتي مامورین. که پوه شي چې په افغانستان کې ترهګر ځان ته د پټېدو ځایونه برابروي، پر ضد به یې اقدام وکړي."

ولسمشر ټرمپ ونه ویل چې کله د سرتېرو ایستل پیلوي او له دغه بهیر وروسته به څومره استخباراتي کارکوونکي هلته پاتې شي، خو ټېنګار یې وکړ " که مجبور شو، بیا ځو. ډېرې چټکې الوتکې لرو... ژر بېرته ورګرځېدلي شو".

ښاغلي ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د امریکا د ډېرو لګښتونو له کبله انتقادونه کړي دي. څو ورځې مخکې یې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې امریکا په افغانستان کې د کال ۵۰ میلیارد ډالره لګښت لري.

هغه په دغې مرکې کې هم وویل چې امریکا په "افغانستان کې دومره زیات ډالر مصرف کړي چې نور هیوادونه یې دننه د روغتیا، تعلیم او نورو چارو کې نه مصرفوي."

ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه هیله من ښکاري. د افغانستان د بیا پخلاینې په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له څو میاشتو راهېسې له طالبانو سره خبرې پیل کړي دي.

هغه وايي په مذاکراتو کې پرمختګونه شوي دي خو کومه موافقه نه ده شوې. ولسمشر ټرمپ وايي که مذاکرات بریالي شي، له افغانستان څخه خپل پوځ وباسي.

XS
SM
MD
LG