د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان او کرزی د مسکو په بین-الافغاني غونډې کې ګډون کوي


طالبان وایي دوی هم دغې غونډې استازي استوي
طالبان وایي دوی هم دغې غونډې استازي استوي

وسله وال طالبان وايي د مسکو غونډې ته یو پلاوی استوي چې هلته د افغان حکومت د سیاسي مخالفانو سره وویني.

په داسې حال کې چې افغان حکومت وايي د مسکو غونډې کې ګډون نکوي، طالبان او ځينې افغان سیاستوال دغې غونډې ته ور روان دي.

​یو طالب چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی دغې غونډې ته پلاوی استوي. دغه طالب چارواکي ویلي چې دا یوه غیر سیاسي غونډه ده.

د افغانستان سولې شورا یوه سرچینه وايي چې د روسیې سفارت دغه غونډې ته ۲۰ افغان سیاستوال وربللي دي. ویل کیږي چې په دغې غونډې کې د حامد کرزي، حنیف اتمر، او عطا محمد نور په ګډون یو یو شمېر نور افغان سیاستوال هم وربلل شوي دي.

د ښاغلي کرزي د دفتر اعلامیه وايي چې هغه په دغه غونډه کې ګډون کوي. وايي د سولې هیلې پیدا شوې او دا غونډه به دا د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ښه ګام وي.

د حزب اسلامي د ډلې مشر ګلبدین حکمتیار هم بلل شوی دی، خو وایي چې هغه په خپله نه ځي او یو استازی ور استوي.

مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې روسیه دا غونډه جوړوي او طالبانو ته یې هم رسمي بلنه ورکړې ده، خو د روسیې سفارت تېره ورځ وویل چې غونډه په روسیه کې د افغان کډوالو د یوې ټولنې په نوښت جوړېږي او د روسیې دولت د هغې په جوړولو کې هیڅ رول نه‌لري.

د سولې شورا وایي چې غونډې ته دا شورا نه ده بلل شوې او خپل استازي هم نه استوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې دا غونډه د افغان سولې له بهیر سره مرسته نه کوي او افغان پلاوی هم پکې ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG