د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي په داسې حال کې چې د ایران رژیم د متحده ایالتونو د غوښتنو په اړه په احتمالي حل لارو مذاکره کوي، تهران د واشنګټن لخوا فشار احساسوي.
متحده ایالتونه له ایران څخه غواړي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هلو ځلو لاس واخلي او په هغه هېواد کې د پاڅون په وړاندې خپل وحشیانه ځپل پای ته ورسوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوې غونډې کې وویل: "هغوی اوس خبرې اترې کوي. هغوی نه غواړي چې موږ پرې برید وکړو. موږ یو ستر سمندري ځواک هلته استولی دی."
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي امریکاغږ ته منلې چې د متحدو ایالتونو او د ایران د رژیم د چارواکو یوه غونډه به د جمعې په ورځ د عمان په پلازمېنې مسقط کې وشي.
وروسته له هغې چې عمان تېر کال د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د یو لړ خبرو اترو کوربه و، دا به د دواړو هېوادونو (متحدو ایالتونو او ایران) ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې وي. تېر کال ولسمشر ټرمپ د ایران رژیم ته وخت ورکړی و چې د ډیپلوماسۍ له لارې د اټومي وسلو جوړولو د فعالیتونو په درولو موافقه وکړي.
وروسته له هغې چې د تېرکال خبرې اترې پرته له کومې لاسته راوړنې پای ته ورسېدې، ټرمپ د جون په میاشت کې د ایران رژیم په وړاندې د اسرائیل د ۱۲ ورځنۍ دفاعي جګړې په ملاتړ، د ایران د اټومي وسلو جوړولو په مرکزونو د امریکا د هوايي بریدونو امر وکړ. د متحدو ایالتونو په بریدونو کې چې د ”نیمې شپې سټک عملیات" نوم ورکړل شوی و، د ایران اټومي پروګرام ته سخت زیان ورسېد.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ان بي سي نیوز تلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې وویل چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي باید د هغه فشار په اړه "ډېر اندېښمن" وي چې هغه یې د ایران د ناوړه چلند د بندولو لپاره د ایران په رژیم باندې راوړی دی. ټرمپ زیاته کړه چې خبرې اترې روانې دي خو جزیات یې ورنکړل.
په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، هم د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه د ایران له رژیم سره "پر مفهومو" خبرو اترو ته چمتو دی چې "باید په کې ... د دوی د بالستیک توغندیو موضوع، په ټوله سیمه کې د ترهګرو سازمانونو ملاتړ، د دوی اټومي پروګرام، او د خپلو خلکو سره یې چلند، شامل وي".
ډونالډ ټرمپ په وروستیو اونیو کې منځني ختیځ ته پوځي تجهیزات لېږلي او په ښکاره توګه یې خبرداری ورکړی چې که د ایران رژیم د ده غوښتنې ونه مني، هغه به یې د رژیم په وړاندې وکاروي.
فورم \ دبحث خونه