د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو درېیم پړاو د پنجشنبې به ورځ ترسره کیږي - امریکایي چارواکی

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت تائید کړې چې د ایران له رژیم سره د غیرمستقیمو خبرو اترو درېیم پړاو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۶) په جنیوا کې کیږي.

دا خبرې اترې د متحدو ایالتونو د هغو هڅو برخه ده چې د ایران څخه غواړي چې د خپلو ناوړه فعالیتونو د بندولو لپاره، له واشنګټن سره یوه هوکړه وکړي.

یو امریکایي چارواکي د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته په یوې اعلامیې کې تائید کړه چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې کيږي.

تر دې مخکې د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي، چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د غیرمستقیو خبرو اترو په لومړي او دویم پړاو کې د منځګړي رول درلود، د یکشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د خبرو درېیم پړاو به د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې ترسره شي.

دا خبرې په داسې حال کې به ترسره شي چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، ستیف ویتکاف، وایي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورته لارښوونه کړې چې د ایران رژیم ته ووایي چې د هر ډول هوکړې د یوې برخې په توګه، باید د یورانیمو غني کول ودروي.

ویتکاف له فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په یوې مرکې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، ویلي چې د متحدو ایالتونو د "سرو کرښو" څخه یوه دا ده چې ولسمشر ټرمپ ورته لارښونه کړې وه چې له تهران سره په وروستیو غیرمستقیمو خبرو اترو کې دا پيغام ورسوي چې ایران باید د یورانیمو غني کول په بشپړ ډول بند کړي.

په روانه میاشت کې ستیف ویتکاف او د جمهوري ریاست غیررسمي سلاکار، جرېډ کوشنر، د ایران له رژیم سره دوه ځلې غیرمستقیمې خبرې کړي. دا خبرې اترې د عمان په منځګریتوب په مسقط او جنیوا کې شوي دي.

ویتکاف په خپله مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې د ایران رژیم له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې د هغوی د یورانیمو غني کول د ملکي موخو لپاره دي، خو دوی دا یورانیم د ۶۰ سلنه خالصوالي ته غني کوي، چې د ویتکاف په وینا دا ملکي موخو لپاره له اړینې کچې څخه "ډېر زیات" دی.

ویتکاف د ایران د رژیم په اړه وویل: "دوی شاید د بم جوړولو د صنعتي کچې موادو د ترلاسه کولو لپاره یوه اونۍ فاصله ولري، او دا واقعاً خطرناک دی."

ډونالډ ټرمپ په وار وار ګواښ کړی که ایران د متحدو ایالتونو غوښتنې و نه مني، پوځي اقدام به وکړي.

متحده ایالتونه د ایران له رژیم څخه غواړي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې ودروي، د بالستیک توغندیو انکشاف بند کړي، په سیمه کې د خپل نیابتي ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او د هغو اعتراض کوونکو وژل ودروي چې د تېر ډسمبر په وروستیو کې د هغه هېواد د استبدادي رژیم په وړاندې یې مظاهرې پیل کړی.

ټرمپ په تېر یوه میاشت کې منځني ختیخ ته د پوځي امکاناتو په لېږلو سره، خپل ګواښ پیاوړی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG