اسرائیل د جمعې په ورځ [اپرېل ۳مه] راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۸ کسان ټپیان شوي ځکه چې ایران د منځني ختیځ پر هېوادونو خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړی و.
د اسرائیل د روغتیا وزارت په حواله، له ایران سره د شخړې له پیل راهیسې د ټولو ټپیانو شمېر څه باندې ۶۵۰۰ تنو ته رسولی دی. د ایران پر وړاندې پوځي عملیات د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شول. وزارت دا نه ده روښانه کړې چې ایا د حزب الله د بریدونو ټپیان هم په دې شمېرو کې شامل دي که نه.
په کوېت کې چارواکو وویل چې د جمعې په ورځ ددغه هېواد د تېلو ملي شرکت پورې اړوند په یو چاڼځای باندې د ډرون برید له کبله اور لګېدلی او د تاسیساتو ځینې برخې سوځېدلې دي. د کوېت د تېلو شرکت وویل چې د میناء الأحمدي په چاڼځای کې د کومې مرګ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی.
کوېت همدارنګه وویل چې ایران د جمعې په سهار د برېښنا او اوبو د تصفیې پر یوې کارخانې برید کړی چې مادي زیانونه یې اړولي دي.
متحده عربي اماراتو د جمعې په ورځ وویل چې د دغه هېواد د دافع هوا سیسټمونو له ایران څخه توغول شوي ۱۸ بالستیک توغندي، څلور کروز توغندي او ۴۷ بې پیلوټه الوتکې په نښه کړې دي. متحده عربي امارات وايي چې د شخړې له پیل راهیسې، د ایران توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په دغه هېواد کې ۱۲ کسان وژلي چې په دوی کې دوه د پوځ غړي او یو مراکشی ملکي قراردادي شامل دي. د دغه هېواد د دفاع وزارت وویل چې په دغو بریدونو کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ پرته له کومې مرګ ژوبلې، شپږ بې پیلوټه الوتکې تعقیب او له منځه وړل شوې دي.
فورم \ دبحث خونه