د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د دوو هکرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې ۱۰میلیون ډالر انعام ټاکلی


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د دوو سایبري هکرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر ۱۰میلیون ډالرو پورې جایزه ټاکلې ده.

دې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر درېیمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه ایراني هکران فاطمه صدقیان کاشي او محمد باقر شیرین کار نومېږي.

په اعلامیې کې صدیقیان او شیرین کار د "شهید شوشتري" د سایبري ډلې غړي بلل شوي. په اعلامیې کې راغلي: "شهید شوشتري د هغې ورانکارې سایبري ډلې نوی نوم دی چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سایبر-الکترونیک قوماندانۍ سره تړلی او پخوا د اریا سپهر فیوچر بېلډرز، یمن نېټ پاسارګاد، ایلیا نېټ ګوستار، او نېټ پیګارډ ساماوات په نومونو پېژندل کېده."

د "عدالت لپاره انعام" د پروګرام په اساس، دا دوه کسان د یو بهرني حکومت تر لارښوونې او د کمپیوټر درغلۍ او ناوړه ګټې اخیستنې له قانون څخه په سرغړونې، د متحدو ایالتونو پر مهمو تاسیساتو باندې تخریبي سایبري عملیات کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه معلومات چې د دغو کسانو د پېژندلو، موندلو، یا د هغوی د فعالیتونو د ګډوډولو لامل شي، د انعام وړ دي، او که اړتیا وي، معلومات ورکوونکیو ته په بل ځای کې د بیا مېشتېدو او ملاتړ اسانتیاوې هم برابرېدای شي.

د "عدالت لپاره انعام" د پروګرام په فارسي اېکس پانې کې دا دواړه کسان "یوه ښکلې هکره جوړه!" بللې شوې ده.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو دوو کسانو لپاره د جایزې ټاکل د امریکا د حکومت د هغو روانو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د سپاه پاسداران سایبري جوړښت په نښه کړي او د هغې اړوند عملیاتي شبکې کمزورې کړي.

د "عدالت لپاره انعام" پروګرام څو میاشتې وړاندې د 'شهید شوشتري' ډلې په اړه د معلوماتو لپاره د ورته انعام اعلان کړی و. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا ډله د سپاه پاسداران له سایبري قوماندانۍ او د سایبري نفوذ او تخریب له کمپاینونو سره تړاو لري، چې په کې د امریکا په ټاکنو کې د مداخلې هڅې هم شاملې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG