د لاس رسي وړ اتصالات

جلاوطن شهزاده رضا پهلوي‏ ایران کې د انقلاب غږ کوي


د ایران پخوانی شهزاده رضا پهلوي وايي ایرانیان دخپلې ملتپالنی احساس ته ډیر ارزښت ورکوي، ځکه دا ددې هېواد له تاریخ سره تړاو لري
د ایران پخوانی شهزاده رضا پهلوي وايي ایرانیان دخپلې ملتپالنی احساس ته ډیر ارزښت ورکوي، ځکه دا ددې هېواد له تاریخ سره تړاو لري

دایران گاونډي هېوادونه اوس په سیمه کې دایران پرنیت او راتلونکیو مقاصدو شکمن دي، ځکه چې ایران د عراق، سورېې او یمن په جگړو کې پراخ لاس لري او د اټومي وسلو د لاسته راوړلو هڅې ېې هم له چانه پټې ندي

ښاغلی رضاپهلوي وايي مهمه خبره داده چی دې رژیم ایران له نړۍ والې ټولنی نه جلااو تجرید کړی دی. اوله بده مرغه په دې رژیم کې اصلاحات اوریفورم د قوانینو له مخې نه هم نشی راتللی.

د ښاغلي رضا پهلوي غږ په ایران کې د بدلون لپاره له یو څو میاشتو راهیسې پیاوړی شوی دی. ددې کار یودلیل دادی چی د متحده ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ دایران داسلامي جمهوریت پرضد ددغه هېواد د اټومی پروگرام او په منځنی ختیځ کې د پراخ دخالت له امله ټینگ دریځ غوره کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د سږکال د جنوری په ٢٧ مه امریکا ته د یوشمېر هېوادونو داتباعو په راتللو بندیز ولگاوه په هغوی کې ایران هم شامل دی.
ولسمشر ټرمپ د سږکال د جنوری په ٢٧ مه امریکا ته د یوشمېر هېوادونو داتباعو په راتللو بندیز ولگاوه په هغوی کې ایران هم شامل دی.

د رضا پهلوي په برنامه کې د ایران د ملایانو د رژیم بدیل، پارلماني شاهي رژیم ښودل شویدی. خو دغه رژیم به د بشري حقونو درناوي ته ژمن وي او دهېواد عصري کول به ېې هم ستره موخه وي.

د ایران جلاوطن شهزاده رضاپهلوي وايي: په تیرو څلورو لسیزو کې د ایران خلکو ښه فرصت درلود چې د خپل رژیم په اصلي موخو پوه شي، او نن سبا په دې باندې په بشپړه توگه پوهېږي چې ددې رژیم نیمگړتیاوې له سیاسی، اقتصادي او چاپېریال د تخریب له اړخه څومره ډېرې دي.

په ایران کې د دولت تر لارښوونې لاندې اقتصاد به هم د غرب او هم د ایران د خلیج د گاونډیانو لپاره د یوې غوړې مړۍ حيثیت ولري.

دایران گاونډي هېوادونه اوس په سیمه کې دایران پرنیت او راتلونکیو مقاصدو شکمن دي، ځکه چې ایران د عراق، سورېې او یمن په جگړو کې پراخ لاس لري او د اټومي وسلو د لاسته راوړلو هڅې ېې هم له چانه پټې ندي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر براک اوباما سره
د ایران ولسمشر حسن روحاني د متحده ایالاتو له پخواني ولسمشر براک اوباما سره

جلاوطن شهزاده رضا پهلوي وايی څرنگه چې په ا یران کې اصلاحات د قانون له لارې منځته نشی راتللی نو پکارده چې دا بدلون د خلکو په خوښه او پراخ پاڅون په توگه راشي.

ښاغلی رضا پهلوي وايی: بدلون باید د یوه عمومي پاڅون پر بنسټ منځته راشي. د ملکي او مدني نافرمانیو او د کارگرانو داعتصابونو له لارې منځته راشي. یا بل هر هغه څه چې رژیم د سقوط په درشل کې درولی شي، ځکه دا رژیم په خپله خوښه له قدرت نه لاس نه اخلي.

رضا پهلوي د اولس کلنۍ په عمر کې له ایران نه امریکا ته د تعلیم لپاره تللی و. له دې نه لږه موده وروسته دهغه پلار محمد رضاشاه پهلوی چې هغه وخت د سرطان په ناروغۍ اخته و، تخت او تاج پرېښود او له هېواد نه تبعید کړی شو.

جلاوطن شهزاده د ایران د خلکو ملي احساس ته خواست وکړ چې خپل ملي تاریخ ته پام وکړي.

رضا پهلوي وايي: ایرانیان دخپلې ملتپالنی احساس ته ډیر ارزښت ورکوي، ځکه دا ددې هېواد له تاریخ سره تړاو لري اوهمدارنگه شاهي رژیم هم د ایرانیانو له ملتپالنې سره تاریخې تړاو لري.

د ایران له اسلامی انقلاب نه وروسته د انقلاب مشرانو دا ایران د اسلامی جمهوریت په نامه رژیم منځته راوست چې تراوسه پورې چلېږي.

جلاوطن رضاپهلوی دایران د راتلونکي رژیم په اړه وايی پکارده د ایران راتلونکي رژیم، دنیاوي یعنی سیکولر او دموکرات وي. په دغه راز رژیم کې ددین او سیاست ترمنځ جلاوالی ښکاره وي. له دېنه پرته یوه حقیقي دموکراسی د برابرۍ پربنسټ منځته نشي راتللی. ځکه که داسی نه وي نو دنورو ادیانو، اقوامو او ډلو خلاف به تبعیض وشي.

جلا وطن شهزاده خپل سیاسي مقاصد په دې اړه داسی بیان کړل: زما موخه دایران ازادول دي زه خپله کاندید نه یم. زه د هېڅ شی د غوښتلو تمه هم نلرم. زما لپاره اصلی هدف د هغې ورځ لیدل دی چی ایرانیان انتخاباتو ته ولاړ شی او هغه کسان انتخاب کړی چی ددوی لپاره نوی اساسی قانون تسوید کړي او دحکومت هغه ډول ورته تجویز کړي چی دوی ېې غواړي.

دایران تر انقلابوروسته په دغه هېواد کې دامریکا سفارتدیو شمېر انقلا پلوو له خوانه ونیول شو او د امریکا په ملاتړ د شاهی رژیم وروستۍ بقایا ېې هم له منځه وېوړلی.

XS
SM
MD
LG