د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) په وینا، په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانې اوونۍ بیا پیل شوي کړکېچونه ښايي د دې ادارې هغه وړاندوینه له خطر سره مخ کړي چې تمه یې کوله راتلونکی کال به د نړۍ د تېلو عرضه بېرته لوړه شي. دا پداسې حال کې ده چې سږ کال د کمښت اټکل شوی دی.
د جمعې په ورځ په خپاره شوي نوي رپوټ کې، د نړیوالې انرژۍ ادارې ویلي و چې د جون په میاشت کې د نړۍ د تېلو عرضه په چټکۍ سره د ورځې ۴.۱ میلیون بېرلو ته لوړه شوې، ځکه چې د هرمز تنګی بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی. دغه تنګی د منځني ختیځ د انرژۍ صادراتو لپاره د نړۍ یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کیږي.
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي کړکېچ د اوربند د غځولو د هوکړې په چوکاټ کې دواړو خواوو هوکړه کړې وه چې د هرمز تنګي له لارې به سمندري تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د انرژۍ نړیواله اداره، چې مرکز یې په پاریس کې دی، یوه بین الحکومتي اداره ده چې هېوادونو او صنعتونو ته د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا لپاره څېړنې او د پالیسۍ په برخه کې مشورې وړاندې کوي.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې د جون په میاشت کې د نړۍ د تېلو تولید لا هم د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې څخه مخکې د کچې په پرتله د ورځې ۹.۴ میلیونه بېرله کم و؛ هغه مهال چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستی کړکېچ پیل شو.
د نړیوالې انرژۍ ادارې ویلي چې د نړۍ د تېلو عرضه ښايي سږ کال په اوسط ډول د ورځې ۳.۷ میلیونه بېرله کمه شي، خو دا اټکل د دې شرط پورې تړلی دی چې په سیمه کې تاوتریخوالی ژر کم شي.
راپور زیاتوي چې که د تېلو د لېږد بهیر ښه شي، نو راتلونکی کال به د نړۍ د تېلو عرضه د ورځې ۷.۵ میلیونه بېرله پراخه شي.
راپور کې ویل شوي: "خو د جولای په ۷مه او ۸مه د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي او ښايي هغه وړاندوینه بدله کړي چې تمه لري راتلونکی کال به د تېلو بازار له کمښت څخه اضافي عرضې ته واوړي."
د نړیوالې انرژۍ ادارې په راپور کې ټینګار شوی چې راتلونکی کال د نړۍ د تېلو د عرضې د بیا زیاتېدو وړاندوینه د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږدونکو بېړیو د تګ راتګ د دوامدارې پر بیرته رغیدو پورې تړلې ده.
راپور وايي: "په خلیج کې د روانې اوونۍ بیا پیل شوې نښتې دا خطرونه څرګندوي چې که یو دوامدار سولهییز تړون ترلاسه نه شي، د تېلو په بازارونو کې د عادي حالت بېرته راتګ به له ستونزو سره مخ شي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی ډاډه نه دی چې امریکا به له ایران سره وروستی سولهییز تړون ته ورسېږي، او که نه ځکه د ایران حکومت لا هم په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکوي.
ټرمپ د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې خبریالانو ته وویل: "زه نه پوهېږم چې هغوی به تړون ومني که نه. همدا ستونزه ده."
په همدې حال کې، د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب یوې ادارې سوداګریزو بېړیو ته نوی خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د هرمز د تنګي د تګ راتګ پراخه شوې جنوبي لاره، چې عمان یې اداره کوي او د امریکا پوځ ورته لارښوونه کوي، د ایران له خوا د درېیو تېل لېږدونکو بېړیو له بریدونو سره سره لا هم د ټولو پر مخ خلاصه ده.
په بحرین کې مېشت د سمندري معلوماتو د ګډ مرکز چې د امریکا د سمندري ځواکونو په مشرۍ نړیوال ائتلاف دی او د سمندري امنیت خبرتیاوې خپروي، ویلي چې په تنګي کې نورې لارې هم شته، خو خوندي ندي. دې مرکز خبرداری ورکړی چې په دغو اوبو کې د سمندري امنیت د ګواښ کچه لا هم "لوړه" ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د پنجشنبې په ورځ د ایران هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د هرمز د تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د ایران له خوا د ټاکل شویو لارو امکان لري.
سینتکام په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې ویلي: "ایران د هرمز د تنګي کنټرول په لاس کې نلري."
سینتکام ویلي چې امریکايي ځواکونو د مې میاشتې راهیسې د دغه تنګي له لارې د ۸۰۰ څخه زیاتو سوداګریزو بېړیو او ۳۸۰ میلیون بېرلو خامو تېلو په لېږد کې مرسته کړې ده.
تهران ګواښ کړی چې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ تضمین د هغه څه له مخې نشي کیدای چې ایراني چارواکي یې "مبهم ترتیبات، موازي لارې، یا له ایران څخه بهر پرېکړې" بولي.
د امریکا او ایران ترمنځ د جون په ۱۸مه لاسلیک شوې موقتي هوکړې له مخې، سوداګریزو بېړیو ته د ۶۰ ورځو لپاره د فیس پرته د خوندي تګ راتګ اجازه ورکړ شوې وه.
فورم \ دبحث خونه