د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران د همکاریو د پرې کېدو په اړه اندېښمن یو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې واشنګټن د تهران د هغو هڅو په اړه اندېښنه لري چې غواړي د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره خپله همکاري پای ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ (د نومبر۲۵) د امریکاغږ فارسي څانګې ته کړي دي.

د ویاند په وینا: "موږ اندېښمن یو چې ایران غواړي د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره خپله همکاري په داسې وخت کې پای ته ورسوي چې د دې لارې د بدلولو او د سوکالۍ لارې د غوره کولو فرصت لري."

متحدو ایالتونو څو ورځې مخکې هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې ایران باید "د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د جامع خوندیتوب تړون په بشپړه توګه رعایت کړي او پرته له ځنډه دې ادارې ته د څارنې اجازه ورکړي."

واشنګټن دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، فرانسې ته تللی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د چهارشنبې په ورځ (د نومبر۲۶) له عراقچي سره په پاریس کې وګوري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د عباس عراقچي له سفر مخکې ویلي وو: "دا لیدنه به یو فرصت وي چې له ایران څخه وغواړو چې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره خپلې ژمنې پوره کړي او ژر تر ژره له دې ادارې سره همکاري بیا پیل کړي."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د هغه ایراني سیال به د هغو دوو فرانسوي اتباعو د برخلیک په اړه هم خبرې وکړي چې له خوشې کیدو وروسته په تهران کې د فرانسې په سفارت کې ایسار پاتې دي او له ایران څخه د وتلو اجازه نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG