د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران رژیم نه بدلوو؛ اټومي وسله یې نه منو


د امریکا ولسمشر وایې چې ایران پخوا یو ګواښ و خو اوس یې حالات وربدل کړي دي.

ډونالډ ټرمپ جاپان ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د کوربه هېواد له صدراعظم شېنزو آبې سره په یوه مطبوعاتي غونډه کې له ایران او شمالي کوریا سره د امریکا پر اړیکو خبرې وکړې.

امریکایي ولسمشر وویل چې اقتصادي بندیزونو یې ایران له پښو غورځولی دی.

ټرمپ وویل چې هېواد یې ایران ته د زیان رسولو نیت نه لري خو "اټومي وسلې یې نه مني."

د امریکا او ایران ترمنځ ناندرې په شدت روانې دي. سپینې ماڼۍ تېره اونۍ اعلان وکړ چې د ایران د ګواښونو د مخنيوي لپاره منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ پوځيان استوي.

ټرمپ وایې چې ایران له "اوسنۍ رهبرۍ" سره کار کولی شي او واشنګټن په تهران کې "د رژیم د بدلولو نیت" نه لري.

د اټومي وسلو پر سر د امریکا بل جنجال له شمالي کوریا سره روان دی. د ایراني راهبرانو په پرتله د شمالي کوریا د رهبر په اړه د ولسمشر ټرمپ دریځ اکثراً نرم وي.

ټرمپ د شمالي کوریا رهبر یو "ځېرک" انسان بولي او وایې چې پیونګ یانګ "په تېرو دوو کلونو کې د اټومي وسلو هېڅ آزماېښت" نه دی کړی.

څو اونۍ مخکې شمالي کوریا یو لنډ واټن ویشتونکی توغندی وآزمایه. د جاپان صدراعظم شېنزو آبې ددغه کار له امله پیوینګ یانګ د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک په ماتولو تورنوي.

آبې د شمالي کوریا تازه ازماېښتونه "جداً د پښېمانۍ وړ" بولي.

ټرمپ: د ایران رژیم نه بدلوو؛ اټومي وسله یې نه منو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

XS
SM
MD
LG