د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران ترمنځ اتومي مذاکرات په روم کې پیل شول


ایراني رسنۍ وايي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرو پنځم پړاو نن جمعه مۍ ۲۳ (جوزار درېیمه) په روم کې پیل شو.

متحده ایالتونه ټېنګار کوي چې ایران باید د یورانیمو غني کول، چې د اتومي وسلو ترلاسه کولو ته لار پرانیزي، بند کړي.

یو شمېر موټرونه لیدل شوي چې په ایټالیا کې د عمان سفارت ته رسېدلي دي. عمان د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو منځکړی دی، د دواوړ خواو ترمنځ د اتومي مذاکراتو لومړی پړاو تېره میاشت د عمان په مرکز مسقط کې و.

تر خبرو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل ایکس په ټولنیزې شبکې کې ټېنګار کړی و چې په خپلو یو شمېر اتومي تاسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو فعالیتونه نه بندوي.

عراقچي لیکلي دي: «صفر غني کول= موږ کوم تړون نه لرو. وخت یې دی چې پرېکړه وشي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ په کانګرس کې یوې استماعیه غونډې ته وویل چې ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې یورانیم غني کړي.

هغه وویل: «موږ په دې باور یو چې له ایران سره یوه منل شوې معامله دا ده چې هغوی په کې [یورانیم] غني نه شي کړای، ځکه که هغوی دا کار کوي، [اتومي] وسلې لرلای شي.»

متحده ایالتونه او ایتلافیان له ډېر وخت راهېسې ایران تورنوي چې د ملکي اتومي پروګرام په پلمه د اتومي وسلو د جوړولو په لټه دی، خو تهران دا تورونه ردوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ باور لري چې له ایران سره مذاکرات «په سم لوري روان دي».

لیویت وویل: «څنګه چې ولسمشر ماته ویلي او تاسو ټولو ته یې ویلي دي، له ایران سره دا معامله دوې پایلې لرلای شي. یا به په مثبت دپلوماتیک حل سره ختمېږي او یا به له ایران لپاره په یو بد وضعیت سره ختمېږي. له همدې کبله دا خبرې د دې اونۍ په پای کې پیل کېږي.»

ټرمپ او د هغه ایتلافي اسرائیل په وار وار دا خبرداری ورکړی که تهران خپل اتومي فعالیت، چې د وسلو ترلاسه کولو ته لار پرانیزي، په بشپړ ډول ونه دروي، د ایران په اتومي تاسیساتو به پوځي بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG