د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: د هرمز په تنګي کې د اېسارو کښتیو د اېستلو لپاره 'د ازادۍ پروژه' پیلوو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د هرمز د تنګي نه د اېسارو شویو کښتیو د اېستلو لپاره د "ازادۍ پروژې" په نوم یو نوی بهیر پېل کېږي.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مې درېیمه] د ټروت سوشيل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دغه بهیر به د منځني ختیځ په وخت د دوشنبې په سهار پيل کېږي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې د "ټولې نړۍ هېوادونو چې د منځني ختیځ په شخړه کې ښکېل نه دي" له واشنګټن څخه د هرمز د تنګي نه د خپلو ایسارو شویو کښتیو د اېستلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

ټرمپ ویلي چې د ایران، منځني ختیځ او متحده ایالتونو د ښېګڼې لپاره دغو هېوادونو ته ویل شوي چې "موږ به مو کښتیو ته لارښونه وکړو چې په خوندي ډول لدې ممنوعه سمندري ساحې څخه ووځي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هغو هېوادونو د کښتیو په اېسلو به کار وشي چې "په هېڅ ډول په هغه څه کې چې اوس په منځني ختیځ کې روان دي، ښکېل نه دي."

ټرمپ یادونه کړې چې د ایسارو کېښتیو د اېستلو بهیر د متحده ایالتونو، د منځني ختیځ هیوادونو، او په ځانګړې توګه د ایران هېواد له خوا يو "بشري حسن نیت" دی.

د متحدو ایالتونو او ایران 'مثبت مذاکرات'

ولسمشر ټرمپ په خپل تازه بیان کې د ایران سره د خپلو مرکچیانو مذاکراتو ته هم اشاره کړې ده، لیکلي: "زه پوره خبر یم چې زما مرکچیان د ایران د هېواد سره په مثبتو مذاکراتو" لګیا دي. ده تمه ښودلې چې د دواړو لوریو مذاکرات به د ټولو لپاره مثبتې پایلې ولري.

ایران د یکشنبې په ورځ ویلي چې دوي د سولې خبرو اترو لپاره د خپل وروستي وړاندیز په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړی دی.

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د طرحې د نه منلو شونتیا رد کړې نه وه ځکه چې د ټرمپ په وینا ایران په تېرو ۴۷ کلونو کې د خپلو کړنو "درنه او پوره بیه" پرې کړې نه ده.

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن د پاکستان په منځکړتوب د ایران ۱۴ مادیزې طرحې ته خپل ځواب استولی او اوس تهران پرې غور کوي.

امریکايي چارواکو او یا هم پاکستاني منځکړو تراوسه پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG