د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي که ایراني امنیتي ځواکونه سولهییزو لاریون کوونکو بانډې ډزې وکړي او ویې وژني، امریکا به د هغوی ژغورلو ته ور ورسیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اسلامي نظام واکمنانو ته دا خبرداری پداسې حال کي ورکړی چې په روانه اوونۍ کې په ایران کې د حکومت ضد تر ټولو لویې مظاهرې وشوې.
ټرمپ د جمعې په ورځ د فلوریډا له ایالت څخه د شپې په دوو بجو او اته پنځوس دقیقو په خپل ټروت سوشیل پوسټ کې ولیکل: «که ایران پر سولهییزو لاریون کوونکو ډزې وکړي او هغوی په تاوتریخوالي ووژني، چې دا د دوی عادت دی، د امریکا متحده ایالتونه به د هغوی مرستې ته ورشي. موږ بشپړ چمتووالی لرو او اقداماتو ته تیار یو.»
د ټولنیزو رسنیو راپورونه او ویډیوګانې، چې د امریکا غږ د فارسي څانګې له لوري د باور وړ بلل شوي، ښيي چې ایراني امنیتي ځواکونو د لاریونونو په لومړیو ورځو کې څو لاریون کوونکي په ډزو وژلي دي.
دغه مظاهرې د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه تهران کې پیل شوې او نورو ښارونو ته خپرې شوې. دا اعتراضونه د خرابو اقتصادي شرایطو پر وړاندې د خلکو د غوسې له امله رامنڅته شوي، چې پکې د ډالر پر وړاندې د ایران د اسعارو بېساري سقوط هم پکې شامل دی.
همدغه راپورونه ښيي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې، د پنځمې او شپږمې ورځې لپاره هم، په ګڼو ایراني ښارونو کې سره له دې چې امنیتي ځواکونه په لوی شمېر ځای پر ځای شوي وو او هڅه یې کوله مظاهرې مهار کړي، پراخو لاریونونو دوام درلود.
د ښارونو د خبریالانو د ټولنیزو رسنیو راپورونو وښودله چې د جمعې په ورځ لاریون کوونکي د سیستان او بلوچستان د سویل ختیځ ولایت په زاهدان ښار کې راټول شوي وو او د «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه یې ورکول، دا هغه عام شعار دی چې ایرانیان یې په نظام کې د بدلون غوښتنې لپاره کاروي.
نور راپورونه، چې د فارسي څانګې له خوا ارزول شوي، ښيي چې د جمعې په ورځ د درې وژل شویو لاریون کوونکو د جنازې مراسم هم تر سره شول چې په هغو کې د اصفهان د مرکزي ولایت په فولادشهر، د فارس د جنوب لوېدیځ ولایت په مروَدشت، او د لورستان د لوېدیځ ولایت په کوهدشت کې د جنازې مراسم د حکومت پر ضد په اعتراض بدل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې په یو بیان کې وویل چې امریکا به «د ایران پر رژیم اعظمي فشار ته دوام ورکړي».
په بیان کې دا هم ویل شوي: «دا اعتراضونه د ایراني خلکو هغه د توجیه وړ غوسه څرګندوي چې د خپل حکومت له ناکامیو او پلمو څخه یې لري.
د لسیزو راهیسې، ایراني رژیم د ایران اقتصاد، کرنه، اوبه او برېښنا له پامه غورځولي ده، تر څو میلیاردونه ډالر پر ترهګرو نیابتي ډلو او د اټومي وسلو پر څېړنو ولګوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د ترهګرۍ پر اعمالو یې لاس پورې کړی دی.
ایراني رژیم لا هم د ایران شتمني ضایع کوي تر څو په ټوله نړۍ کې ترهګري تمویل او پر ایراني خلکو ظلم وکړي هغه خلک چې ښه ژوند غواړي او مستحق یې دي.»
فورم \ دبحث خونه