د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران ځواب مې 'خوښ' نشو او 'کاملاً د منلو وړ' نه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د پاي ته رسولو لپاره د ایران ځوابي طرحه رد کړې ده.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مې ۱۰مه] د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "ما د ایران د تش په نامه استازو ځواب ولوست. زما خوښ نشو، په بشپړه توګه نه منل کیدونکی دی."

د ایران د ايسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا وړاندیز ته د تهران ځواب په فارس خلیج او د هرمز په تنګي کې "د جګړې پای ته رسولو او د کښتیو د تګ راتګ د امنیت په ډاډمنولو" متمرکز دی.

د ایران د ځواب په اړه د خپل دریځ تر بیانولو څو ساعته مخکې، ولسمشر ټرمپ په یو جلا پیغام کې لیکلي وو چې ایران په تېرو ۴۷ کلونو کې له متحدو ایالتونو او نړۍ سره "لوبې" کړې دي.

ټرمپ د ایران په تړاو د متحدو ایالتونو د پخوانیو ولسمشرانو، باراک اوباما او جو بایډن په تګلارو باندې نیوکه کړې. ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د اوباما په کاري دوره کې ایران ته سلګونه میلیارد ډالر ورکړل شوي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اوباما په دوره کې واشنګټن له تهران سره د ایران د اټومي پروګرام د مهارولو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړه. ولسمشر ټرمپ له وړاندې پر دې موافقې نیوکه کوله او په ۲۰۱۸ کال کې يي لغوه کړه.

د ولسمشر ټرمپ په وینا اوباما "د هغوي [ایران] په وړاندې ښه نه بلکې عالي و، په حقیقت کې د هغوي خوا ته ودرېد."

د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې چې اوباما د هېواد د "رهبر په توګه یو ناورین و" خو د جو بایډن په څېر "بد نه و."

پخوانیو ولسمشرانو، باراک اوباما او جوبایډن تراوسه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG