د لاس رسي وړ اتصالات

کارتر د ایران د معاملې د شرحه کولو لپاره ریاض ته لاړ


اشتون د ایران د اتومي معاملې په اړوند د ډاډ ورکولو لپاره ریاض ته لاړ
اشتون د ایران د اتومي معاملې په اړوند د ډاډ ورکولو لپاره ریاض ته لاړ

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر د چارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته لاړ چې د پاچا ملک سلمان او د هغه هیواد نورو امنیتي مشرانو ته ډاډ ورکړي چې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ایران ترمنځ د اتومي معاملې باوجود، ریاض د واشنگټن له ملاتړ څخه برخمن دی.

ښاغلي کارتر ددې سفر دمخه وویل چې سعودي ته یې د تگ هدف دادی چې په سیمه کې د ایران د لاس وهنو او د اسلامي دولت د ډلې پر وړاندې د مبارزې په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ په هکله خبرې وکړي.

د سعودي عربستان محافظه کاره او سني مذهبه شاهي هیواد په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوريت سره په سخته سیالۍ بوخت دی او د تهران او شپږو نړیوالو ځواکنو ترمنځ د وروستنۍ اتومي موافقې په اړه اندیښمن دی.

ریاض اندیښنه لري چې دا معامله به ایران د لویدیځ له سختو اقتصادي بندیزونو څخه خلاص کړي او تهران ته به ددې زمینه ورکړي چې په یمن او سوریه کې د سعودي عربستان پر ضد له نیابتي جگړې څخه خپل ملاتړ نور هم زیات کړي.

د دې تر څنگ د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په خپل ټول قوت سره دلیل راوړ چې دا معامله به د ایران د اتومي گواښ په مخنیوي سره د امریکا متحده ایالات او د هغه متحدین نور هم په امن کړي.

د ښاغلي کارتر سفر سعودي او همداشان په اسرائیل کې د هغه دوه ورځنی سفر په دې خاطر شوی چې دغه پیغام د هغه هیوادونو مشرانو ته ورسوي.

سیمې ته د جان کېري سفر

په دې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د خلیج د سیمې هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې واشنگټن به په سیمه کې د ایران د نفوذ په مخنیوي کې د هغوی سره همکاري وکړي.

ښاغلي کېري د الشرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي دي چې په څو راتلوونکو اونیو کې به د خلیج هیوادونو د همکاري د شورا د مشرانو سره د لیدنو کتنو لپاره دوحه ته سفر وکړي.هغه ویلي دي چې په دې سفر کې به د ایران د نفوذ د پراخیدو په وړاندې د د مقابلې په هکله د همکاریو د موثریت په اړه د خلیج مشرانو ته ډاډ ورکړي.

په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو لږ شمیر دوستانو د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اتومي معاملې څخه ملاتړ کړی دی. د فارس د خلیج په حوزه کې د امریکا اکثر متحدین تهران په دې ملامتوي چې په عرب جگړو کې لاس لري او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخیدو لپاره سخته هڅه کوي.

د خلیج د همکارۍ د شورا له مشرانو سره د جان کېري کتنه نوې خبره نه ده بلکې د می په میاشت کې د هغو هیوادونو د مشرانو او د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما ترمنځ په کمپ دیوید کې د لیدنو کتنو په لړ کې ترسره کیږي.

د اکثرو عربي هیوادونو د بدبینۍ باوجود، ښاغلي کېري ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات خپل متحدین په دې قانع کوي چې د ایران سره معامله د هغوی په گټه ده. هغه وویل چې په کمپ دیوید کې د می د میاشتې د ناستې هدف دا و چې په سیمه کې د ایران هڅې په شا وتمبول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې "د ایران سره اتومي معامله زمونږ ددې باور په بنسټ وشوه چې که غواړئ چې ایران پرشا وتمبوئ، ښه ده چې د یو داسې ایران پر ضد ودریږئ چې اتومي وسلې ونه لري."

XS
SM
MD
LG