د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: د هرمز تنګي په اړه به په څو ساعتونو کې ښه خبر واروېدل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه په خبرو اترو کې "د پام وړ پرمختګ" شوی دی.

روبیو چې د څلور ورځني رسمي سفر لپاره په هند کې دی، د یکشنبې په ورځ (د مې ۲۴مه) په نوي ډيلي کې وویل چې دا امکان شته چې "په راتلونکو څو ساعتونو کې، نړۍ به یوه ښه خبر واوري، لږ تر لږه د هرمز ټنګي په اړه".

روبیو له ایران سره په امریکایي خبرو کې د شویو پرمختګونو په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه، او زیاته یې کړه چې د تړون نور جزئیات به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له تهران سره له خبرو څخه د واشنګټن "وروستۍ موخه" د ایران لخوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی دی.

روبیو د هرمز تنګي په اړه د ایران اوسنۍ تګلاره "د نه منلو وړ" وبلله، زیاته یې کړه: "دا یوه نړیواله سمندري لار ده. [ایرانیان] یې مالکیت نه لري. دا یوه نړیواله سمندري لار ده او هغه څه چې دوی یې همدا اوس کوي، په اصل کې د هغو سوداګریزو کښتیو د ویجاړولو ګواښ دی چې له دې نړیوالې سمندري لارې څخه کار اخلي."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو مخکې، ولسمشر ټرمپ هم د واشنګټن او تهران ترمنځ په "ډېرو برخو" کې د یوې هوکړې خبر ورکړی و او ویلي يې وو چې دواړه خواوې د "وروستیو اړخونو او جزئیاتو" په اړه بحثونه کوي.

اروپايي ټولنې په خبرو اترو کې د پرمختګ هرکلی کړی دی. د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا فون ډرلین د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې ایران ته باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنکړل شي او د امریکا او ایران ترمنځ تړون باید "په رښتیا د کړکېچ د کمولو او د هرمز تنګي د بیا پرانېستلو لامل شي". نوموړې ویلي چې دا تړون باید په هرمز تنګي کې "له حق العبور پرته د کښتیو د تګ راتګ ازادي" تضمین کړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د لومړي پړاو کوربه و، هیله څرګنده کړې چې "ډېر ژر" به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د بل پړاو کوربه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG