د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: پر ایران د بندیزونو د کمولو په اړه راپور ناسم دی

ولسمشر ټرمپ: پر ایران د بندیزونو د کمولو په اړه راپور ناسم دی
ولسمشر ټرمپ: پر ایران د بندیزونو د کمولو په اړه راپور ناسم دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې امریکایي رسنۍ (اکسیوس) هغه راپور رد کړ چې ویلي وو امریکا پر ایران د بندیزونو د کمولو او د ایران د پیسو ازادولو وړاندیز کړی دی.

اکسیوس خبري شبکې د دوشنبې په ورځ د (سپټمبر په ۲۸مه) د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی، که د ایران حکومت د خپل اټومي پروګرام په برخه کې «عملي او د پام وړ ګامونه» پورته کړي، د ایران پر ځینو بندیزونو کې کموالی راولي او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو زمینه به برابره کړي.

خو ولسمشر ټرمپ په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "دا مطلب ناسم دی. ما هیڅکله دا وړاندیز نه دی کړی."

ولسمشر ټرمپ همدا راز د ایران هغه وړاندیز رد کړی چې له مخې یې د واشنګټن له خوا د تهران د شرایطو د منل کېدو په صورت کې د هرمز تنګی د یوې اونۍ په ترڅ کې به بیا پرانیستل کېده.

په عین حال کې قطر او نور منځګړي هڅه کوي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ خبرې اترې بیا پیل کړي خو دواړه لوري پر یو لړ مسایلو ژور اختلاف لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د ایراني چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې وايي که امریکا بیا برید وکړي، د سیمې د هېوادونو زېربناوې به په نښه کړي، وویل چې دوحه د هر لوري له خوا د زېربناوو په نښه کولو سره مخالفه ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري د سې شنبې په ورځ (سپټمبر۲۹) خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د ایران ګواښونه د نړیوالو قوانینو او د ښه ګاونډیتوب له اصل څخه سرغړونه ده.

هغه وویل چې قطر لا هم له نورو منځګړو سره همکارۍ ته دوام ورکوي، څو د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ پیغامونه ورسوي او د دواړو لورو ترمنځ د ګډو ټکو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د خلیج هېوادونو دا انتخاب نه دی کړی چې د دې جګړې برخه شي، او ایران باید د سېمې پر هېوادونو خپل تېری پای ته ورسوي.

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د سې شنبې په ورځ په یوه وینا کې ادعا کړې وه چې که د حکومت امنیت تضمین نه شي، نو په سېمه کې به هېڅ زېربنا خوندي پاتې نه شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG