د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران امریکا ته خبر ورکړی چې د "ړنګېدو په حالت" کې دی.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ [اپرېل ۲۸مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې "هغوي [ایران] د موږ [متحدو ایالتونو] نه غواړي چې څومره ژر چې شونی وي، د هرمز تنګي پرانېزو."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې ددې غوښتنې په ترڅ کې ایران "هڅه کوي د خپلې رهبرۍ وضعیت معلوم کړي". د ټرمپ په وینا ایراني چارواکي به واتوانېږي چې دغه چاره سرته ورسوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ [اپرېل ۲۷مه] د فاکس نیوز سره په خبرو کې د ایران د نوي رهبر سید مجتبي خامنه يي ځای ځایګی او واکونه تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي "ایا هغه په رښتیا پخپله پرېکړې کوي او که د هغه پر ځای بل څوک ولاړ دی."
روبیو زیاته کړې "موږ سره یو څه نښې نښاني شته چې دی [د ایران نوی رهبر] ژوندی دی. هغوي [ایران] ادعا کوي چې هغه ژوندی دی موږ داسې شواهد نلرو چې هغه دې ژوندی نه وي خو یوه ناحل شوې پوښتنه داده چې آیا دی هغه اعتبار لري چې پلار یې درلود؟"
روبیو ټینګار کړی چې متحده ایالتونه به ایران پرېنږدي چې اټومي وسلې جوړې کړې او دا به د واشنګټن او تهران ترمنځ د هر ډول مذاکراتو محوري موضوع وي.
ځينو رسنیو راپور ورکړی چې ایران متحده ایالتونو ته نوې طرحه وړاندې کړې چې له مخې یي د هرمز تنګي د خلاصېدو او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه شوې اما د اټومي پروګرام په اړه بحث د مذاکراتو نورو پړاوونو ته پرېښودل شوی.
له بلې خوا، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولېن لېوېټ د دوشنبې په ورځ ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د موضوع په اړه د خپل ملي امنیت د برخې له مسؤلینو سره غونډه کړې ده. مېرمن لېوټ د غونډې جزئیات ورنکړل خو ویي ویل چې د ایران په طرحې باندې بحثونه شوي دي.
مېرمن لېوېټ ومنله چې په وړاندیزونو باندې بحث شوی او "د ایران په تړاو د ولسمشر سرې کرښې نه یوازې عام ولس بلکې هغوي [ایران] ته څرګندې شوې دي".
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا د سیمې هېوادونو ته په سفر بوخت دی. د اکسیوس امریکايي رسنۍ لیکلي چې عراقچي پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د اټومي وسلو د موضوع د څنګ ته کولو طرحه وړاندې کړې.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز سره پخپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې ایران نشي کولای چې اټومي وسلې ولري او لدې پرته د خبرو لپاره هېڅ دلیل نه پاتې کېږي.
فورم \ دبحث خونه