د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د یوه امریکايي پېلوټ ژغورل د امریکا په تاریخ کې یو بېساری ماموریت بللی دی.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۵مه] په خپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشل کې لیکلي چې دغه "مېړنی جنګیالی د ایران په خطرناکو غرونو کې د دښمن د لیکو شاته و." ده زیاته کړه چې د امریکا ملکي او پوځي مشرتابه اجازه ورنکړه چې "دښمنان" دې دغه پوځي ته زیان ورسوي.
ټرمپ یادونه کړې چې: "هغه [پېلوټ] ژوبل شوی خو جوړ به شي."
ژغورل شوی پوځي د اف-۱۵ جټ الوتکې دویم پېلوټ و چې د ایران رژيم یې د جمعې په ورځ د نسکورولو ادعا وکړه. ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټروت سوشل په شبکې کې د لومړي پېلوټ د ژغورل کېدو خبر ورکړ او وروسته یې ولیکل چې د دویم پېلوټ د ژغورولو لپاره یې د ایران خاورې ته پوځیان او الوتکې استولي دي.
د دویم پېلوټ د ژغورولو د عملیاتو په اړه ولسمشر ټرمپ ولیکل: "زما په لارښونې، د امریکا پوځ د هغه [پېلوټ] د موندلو لپاره لسګونه الوتکې چې د نړۍ په وژنکو وسلو سمبالې وې، واستولې."
د امریکا مرکزي قوماندانۍ هم د یکشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د خپل پېلوټ د ژغورولو ماموریت بریالی وباله او ټینګار یې وکړ چې پر ایران به د متحده ایالتونو بریدونه دوام مومي.
سپینې ماڼۍ د دغو عملیاتو د بریالیتوب په اعلانولو سره خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ [اپرېل ۶مه] په سپېنې ماڼۍ کې په یو خبري کنفرانس کې برخه واخلي.
فورم \ دبحث خونه