د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران د امریکا په وړاندې ماتې خوړلې ده.
ټرمپ د یوې امریکایۍ خبریالې شرېل اتکسن سره په یوې مرکې کې چې د یکشنبې په ورځ [مې ۱۰مه] خپره شوې، ویلي د ایران کار لا ختم شوی نه دی او واشنګټن کولی شي چې د څو نورو ورځو لپاره هم عملیاتو ته دوام ورکړي.
کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، ولسمشر ترمپ وویل: "ما داسې نه دي ویلي. ما وویل چې هغوي [ایران] ماتې خوړلې ده. خو دا په دې مانا نه ده چې د هغوي [ایران] کار پای ته رسېدلی. موږ کولی شو د دوو نورو اونیو لپاره عملیاتو ته دوام ورکړو او هر هدف تر برید لاندې ونیسو."
د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د بډایه شویو یورانیمو په اړه وویل چې واشنګټن د خپل فضايي ځواک له لارې د ایران اټومي تاسیسات څاري. ولسمشر وویل که څوک دغو تاسیساتو ته نږدې شي نو متحده ایالتونه به يي "والوزوي".
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ پخپلې ټروټ سوشیل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې ایران په تېرو ۴۷ کلونو کې له متحده ایالتونو او نورې نړۍ سره "لوبې" کړې دي.
ټرمپ د ایران په تړاو د متحدو ایالتونو د پخوانیو ولسمشرانو، باراک اوباما او جو بایډن په تګلارو باندې نیوکه کړې ده. ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د اوباما په کاري دوره کې ایران ته سلګونه میلیارد ډالر ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې، پاکستان چې له امریکا او ایران سره په خبرو اترو کې د منځګړي رول لوبوي، ویلي چې د امریکا د وړاندیز په اړه یې د تهران ځواب ترلاسه کړی او د یکشنبې په ورځ یې واشنګټن ته رسولی دی.
د ایران د ايسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا وړاندیز ته د تهران ځواب په فارس خلیج او د هرمز په تنګي کې "د جګړې پای ته رسولو او د کښتیو د تګ راتګ د امنیت په داډمنولو" متمرکز دی.
ددې راپور تر لیکلو پورې، سپینې ماڼۍ د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه و ورکړی چې ایا د ایران ځواب یې ترلاسه کړی که نه.
د یو بل خبر له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ [مې نهمه] د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن ال ثانی سره په خپله کتنه کې ویلي چې د قطر سره د متحدو ایالتونو ملګرتیا په منځني ختیځ کې د 'ګواښونو د مخنیوي او ثبات' لپاره مهمه ده.
په ورته وخت کې، عبدالرحمن ال ثانی له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په یوې ټېلیفوني مکالمې کې ویلي چې 'د هرمز تنګي بندول یا د فشار د کارت په توګه یي کارول به کړکېچ نور هم زیات کړي او د سیمې د هېوادونو حیاتي ګټې به له خطر سره مخ کړي'.
فورم \ دبحث خونه