د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه چې د منځني ختیځ د جګړې د پاي ته رسولو لپاره د ایران ځوابیه طرحه ونه منله، تازه ویلي چې له ایران سره اوربند "خپلې وروستۍ سلګې" وباسي.
په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال ټرمپ وویل چې له ایران سره یو میاشتنی اوربند "په نه باورېدونکي ډول کمزوری" دی.
ټرمپ وویل، ایران امریکا ته ویلي دوی اراده لري چې امریکا ته "اټومي دوړې" ورکړي. دا د ایران د اټومي اړوندو موادو لپاره یوه غیر رسمي اصطلاح ده چې پکې هغه پاتې شوني شاملې دي چې د تېر کال د جون په میاشت کې د امریکا په بمبارۍ کې د ویجاړ شویو اټومي مرکزونو لاندې خښ دي.
هغه دا هم په ګوته کړه چې ایران ویلي وو یوازې امریکا او چین دا وړتیا لري چې غني شوي یورانیم له منځه یوسي ځکه چې ایران دا وسایل نه لري. ټرمپ وویل د ایران مشران په دې کې پاتې راغلل چې واشنګټن ته د پاکستاني منځګړو له لارې په لېږل شوي وړاندیز کې د بډایه شویو یورانیمو لېږد هم شامل کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې د میندو د روغتیايي خدمتونو په اړه د یوې غونډې پرمهال خبریالانو ته وویل، "هغوی دوه ورځې مخکې [متحدو ایالتونو ته] ویلي وو، چې 'تاسو يي باید واخلئ'... خو خپل فکر یې بدل کړ ځکه نو په خپل ځواب کې لیکلي نه دي."
هغه زیاته کړه: "موږ دا [بډایه شوي یورانیم] ترلاسه کوو؛ دوی د ډېر اوږد وخت لپاره د اټومي وسلو د نه جوړولو ضمانت ورکوي او یو څو نورې کوچنۍ مسلې هم شته، خو دوی ورته نشي رسېدلی."
ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران په اړه د هغه پلان "یو ډېر ساده پلان دی – ایران اټومي وسله نشي لرلی،". ده ټینګار وکړ تر هغه وخته د خپل دریځ څخه نه ګرځي څو چې ځان ډاډمن کړي چې ایران به اټومي وسلې ونه لري.
هغه وویل، "دوی فکر کوي چې زه به ترې ستړی شم، یا به مې زړه په تنګ شي، یا به پر ما فشار راشي، خو هېڅ فشار نشته، بیخي هېڅ فشار نشته. موږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو."
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې یوه ډېپلوماتیکه حل لاره لاهم شونې ده خو په دې یې ټینګار وکړ چې د ایران مشرتابه خپل فکرونه بدلوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا د وړاندیز په ځواب کې د خپل هېواد له طرحې څخه دفاع وکړه.
بقایي وویل: "زموږ غوښتنه قانوني ده: د جګړې پای ته رسولو، د (متحدو ایالتونو) محاصرې او سمندري غلا ختمولو، او د هغو ایراني شتمنیو خوشې کولو غوښتنه چې د امریکا د فشار له امله په بانکونو کې په ناعادلانه توګه کنګل شوي دي."
هغه زیاته کړه: "د هرمز تنګي له لارې خوندي تګ راتګ او په سیمه او لبنان کې د امنیت رامنځته کول د ایران نورې غوښتنې وې، چې یو د سخاوت نه ډک او مسؤلانه وړاندیز ګڼل کېږي."
متحده ایالتونه د اپرېل له ۱۳مې راهيسې د ايران پر بندرونو او د تېلو پر ترمینلونو بنديز ولګاوه او ويې ويل چې دا به تر هغه وخته دوام ومومي چې ايران د خپلو اټومي وسلو په اړه له متحدو ایالتونو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د دوشنبې په ورځ [مې ۱۱مه] وويل چې د هرمز په تنګي کې محاصره روانه ده، د ۶۲ کښتیو مسیر بدل شوی او څلور کښتۍ د کار نه غورځول شوې دي.
متحده ایالتونه وايي چې ايران په هرمز تنګي کې خنډ او ځنډ رامنځته کوي او د نړۍ اقتصاد یي برمته کړی دی.
په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو چې تېره اونۍ د ايران لخوا په توغنديو او بې پيلوټو الوتکو وویشتل شول، د يکشنبې په ورځ وويل چې د دوی دفاعي سيسټمونو د ایران د دوو بې پیلوټو الوتکو سره مقابله وکړه. پدې پېښه کې د کومې مرګ ژوبلې خبر ندی ورکړل شوی.
فورم \ دبحث خونه