د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ:د ایران د رژیم پاتې شوني غواړي خبرې وکړې خو ما وویل اوس ‘ډېر ناوخته’ دی

 د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران د اسلامپاله رژیم پاتې شوني غواړي له امریکا سره خبرې وکړي، خو هغه ورته ویلي چې اوس “ډېر ناوخته” دی، ځکه چې د امریکا په مشرۍ هغه عملیات اوس څلورمې ورځې ته داخل شوي او هدف یې د دغه رژیم د اټومي او پوځي وړتیاوو له منځه وړل دي، چې د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره ګواښ بلل کېږي.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ پخپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې د ایران د رژیم په اړه یې وویل: “د هغوی هوايي دفاع، هوايي ځواک، سمندري ځواک او مشرتابه له منځه تللي دي. هغوی غواړي خبرې وکړي. ما ورته وویل، ‘ډېر ناوخته شوی دی!

له خپل متحد هیواد اسرائیل سره د شنبې د ورځې دعملیاتو د پیل راهیسې، دا لومړی ځل دی چې ټرمپ ویلي چې د ایران د رژیم له پاتې مشرانو سره به هېڅ خبرې ونه شي. ټرمپ تېره میاشت له دغه رژیم سره د غیر مستقیمو خبرو درې پړاوونه منظور کړي وو.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ په یو بل جلا پوست کې بیا لیکلي چې د امریکا پوځ “ دمنځنۍ او لوړې کچې بی حد او اندازې وسلې لري خورا وژونکي شیان”.

هغه د دوشنبې په ورځ ناوختي بیا پّ ټولنیزې شبکې کی د امریکا د پوځي اکمالاتو په اړه زیاته کړه: “جګړې کېدای شي ‘تلپاتې’ او په ډېر بریالیتوب سره یوازې د همدې اکمالاتو په کارولو سره پر مخ ولاړې شي، چې د نورو هېوادونو له غوره وسلو هم بهتره دي!. موږ د تر ټولو لوړې کچې ښه زېرمه لرو، خو هغه ځای کې نه یو چې غواړو. د لا ډېر لوړ کیفیت لرونکي نورې وسلې زموږ لپاره په بهرنیو هېوادونو کې زېرمه شوي دي.”

هغه خپله لیکنه داسې پای ته ورسوله: “متحده ایالتونه چمتو، په وسلو سمبال، او د لویې بریا لپاره تیار دی!!!”

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ایران د رژیم پر ضد ماموریت لپاره امریکا یو “روښانه هدف” لري.

د امریکا نوموړي لوړپوړي ډیپلومات وویل: “متحده ایالتونه داسې عملیات کوي چې هدف یې د ایران د لنډ واټن بالستیک توغندیو د ګواښ له منځه وړل دي. په ځانګړي ډول د سمندري شتمنیو پر وړاندې د هغوی د سمندري ځواک د موجوده ګواښ له منځه وړل. همدا اوس تمرکز پر همدې دی، او دا کار په ډېر بریالیتوب سره ترسره کېږي.”

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال چې دي وینس د دوشنبې په ورځ د فاکی نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې په ایران کې د رژیم بدلون ددې ماموریت له اهدافو څخه نه دی.

هغه وویل: “هر څه چې له رژیم سره په یوه یا بله بڼه پېښېږي، هغه د ولسمشر له اصلي هدف سره تصادفي تړاو لري او هغه دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې د ایران ترهګریز رژیم اټومي بم جوړ نه کړي.”

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG