د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران قشم ټاپو ته نږدې د امریکا د جمعې شپې (نومبر شپږمې) د برید په تائیدولو سره وویل چې امریکایي ځواکونو د هغه هیواد د الوتکوضد سیستم له منځه وړی دی.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ماښام په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ جې ټرمپ نړیوال هوایي ډګر ته تر رسیدو وروسته خبریالانو ته وویل: "موږ محدود بریدونه کوو. هغوی د الوتکې ضد وړوکی سیستم جوړ کړی وو او موږ هغه د ۱۵ دقیقو ، شاید پنځو دقیقو کې له منځه یووړ. "
د امریکا ولسمشر دا عملیات محدود وبلل خو د هدف د دقیق ځای، د الوتکې ضد سیستم د ډول، په برید کې د کار اخیستل شویو تجهیزاتو او د احتمالي تاواونونو په اړه یې څه ونه ویل.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په سیمه کې د امریکا د نظامي عملیاتو د ساحې یا وسعت په اړه هم څه ونه ویل.
قشم د هرمز په تنګي کې پروت دی، هغه ستراتیژیکه لار چې امنیت یې د تجارتي کښتیو، د سیمې د هیوادونو د نفتو د لیږد او نړیوالو بازارونو ته د تیلو په عرضه کیدو کې خورا ارزښت لري.
ولسمشر ټرمپ په تیرو میاشتو کې د امریکایي ځواکونو د نظامي تلفاتو نه شتون په اړه ویلي چې نشي کیدای اوسني وضعیت ته (جګړه) وویل شي.
هغه زیاته کړه: " دا جګړه نده. نشي کیدای جګړه ووسي چې په تیرو پنځو میاشتو کې څوک مړه یا ټپی نه وي او یا هم بل څه پيښ شوي وي. "
ټرمپ د روسیې او اوکراین له جګړې سره د ایران د جګړې په مقایسه کولو سره وویل چې په هغه جګړه کې د میاشتې ۲۵ زره کسان وژل کیږي، په داسې حال کې چې متحدو ایالتونو په تیرو اوو میاشتو کې هیڅ تلفات نه درلودل.
ولسمشر ټرمپ وویل: " په تیرو اوو میاشتو کې مو هیڅوک له لاسه ندي ورکړي.... خو له ایرانیانو سره په تعامل کې یو او وبه ګورو چې خبره چیرته رسیږي. "
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ وویل چې حکومت یې د ایران له استازو سره په تعامل کې یو لړ پرمختګونه کړي دي.
ټرمپ وویل: " موږ ډیر پرمختګونه کړي دي او اوسمهال د جګړې د پيل څخه وړاندې مودې په پرتله ډیر تیل راوباسو. "
فورم \ دبحث خونه