د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د ایران سره د اوربند غځول دوه تر دریو ورځو پورې اعتبار لري

سپینې ماڼۍ د فاکس خبري شبکې ته د یوې بیان په استولو ویلي چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ایران سره د اوربند د غځولو موده یوازې درې تر پنځو ورځو پورې په پام کې نیول شوې ده.

د فاکس خبري شبکې د چهارشنبې په ورځ [اپرېل ۲۲مه] راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د مذاکراتو په جریان کې د وخت د ضایع کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ نیویارک پست ورځپاڼې ته ویلي چې د ایران سره د مذاکراتو د دویم پړاو د سرته رسولو احتمال شته.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ [اپرېل ۲۱مه] اعلان وکړ چې د ایران سره د اوربند موده غځوي.

ولسمشر ټرمپ د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "د ایران د حکومت د ماتېدو" له کبله او ورسره جوخت د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر او لومړي وزیر شهباز شریف د غوښتنې له مخې یي د ایران سره اوربند غځولی خو د هرمز تنګي محاصره به دوام مومي.

ټرمپ زیاته کړې چې ده د امریکا پوځ ته امر کړی چې د هرمز د تنګي محاصرې ته دوام ورکړي او په نورو برخو کې هم د تیارسۍ او چمتوالي په حالت کې ووسي.

ټرمپ لیکلي: "زموږ نه غوښتنه شوې چې د ایران په هېواد باندې خپل بریدونه تر هغو پورې وځنډوو چې رهبران او استازي یي یو واحد وړاندیز وړاندې کړي."

شهباز شریف پخپلې اېکس پاڼې کې له ولسمشر ټرمپ نه مننه کړې چې د اسلام اباد غوښتنه یې منلې. ده ویلي چې هېواد به یې هڅه وکړي چې د خبرو اترو له لارې جګړه پاي ته ورسوي.

ولسمشر د اوربند تر غځولو وروسته په یوې جلا لیکنې کې لیکلي چې ایران د مالي سقوط سره مخ دی.

ټرمپ زیاته کړې: "دوي [ایران] غواړي چې د هرمز تنګی سملاسي خلاص شي. د پېسو وږي تږي دي! هره ورځ ۵۰۰ مېلیونه ډالر له لاسه ورکوي."

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني ویلي چې متحده ایالتونه باید د مذاکراتو د دویم پړاو له پیل کېدو نه مخکې د هرمز د تنګي محاصره پای ته ورسوي.

یوه ورځ مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر د سی اېن بي سي خبري شبکې سره په یوې ټېلفوني مرکې کې ویلي وو چې ده نه غوښتل د اوربند موده وغځوي.

په عین حال کې، د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د تېلو یو ټانکر چې بندیز پرې لګېدلی و، د هند په سمندر کې نیولی دی، پدې تور چې دغې کښتۍ د امریکا د محاصرې په خلاف ایران ته توکي لېږدول.

ولسمشر ټرمپ وايي که د تنګي محاصره پاي ته ورسوي نو هېڅکله به د ایران سره یوه هوکړه ترلاسه نشي مګر دا چې واشنګټن يي د رهبرانو په شمول د هېواد پاتې برخه هم والوزوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG