د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ د ایران لپاره کوم ضرب الاجل نه دی ټاکلی

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ پرون خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ ایران ته د انعطاف ښودلو ترڅنګ، د دغه هېواد د اقتصاد ساه بنده کړې ده. لیویټ ټینګار وکړ چې د ایران رژیم اوس مهال له سختو داخلي اختلافاتو او مالي بحران سره مخ دی.

دا خبرې وروسته له هغه کیږي چې ولسمشر ټرمپ د اوربند مهلت تر نامعلومې مودې وغځاوه او ایران وویل چې که امریکا د ایران بندرونو پر ضد سمندري محاصره پای ته ورسوي، نو خبرو ته چمتو دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویټ پرون خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ د ایران لپاره کوم ضربالاجل نه دی ټاکلی او د اعلی سرقوماندان په توګه، یوازې ولسمشر پرېکړه کوي چې ایران ته څومره وخت ورکړي

په همدې حال کې، د هرمز په تنګي کې پر بېړیو د بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي. تازه پرمختګ کې، د امریکا ځواکونو تېره شپه د اپریل ۲۲ مه د هند په سمندر کې یوه کښتۍ چې M/T Majestic X نومېږي، او د هیڅ کوم هېواد بیرغ پرې نه وو لګېدلی، درولې او پلټلې ده. ویل کېږي چې دغه کښتۍ د ایران تېل لېږدول. چارواکي وايي، دا اقدام د ایران پر وړاندې د بندیزونو د پلي کولو په چوکاټ کې شوی دی.

لدې وړاندې د بریتانیا شاهي سمندري ځواک ویلي و چې په سیمه ییز وخت د چهارشنبې په سهار د اپریل په ۲۲ نتټه، په هرمز تنګي کې دوو بار وړونکو بېړیو راپور ورکړی چې پرې ډزې شوې دي، او یوې بېړۍ ویلي چې دا برید د ایران د حکومت یوې وسله والې کښتۍ کړی دی.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته شوه چې ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د ایران سره د اوربند مهلت وغځاوه، ”تر هغه وخته پورې چې د هغوی وړاندیز وړاندې شي.“ ټاکل شوې وه چې اوربند د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، چې هېواد یې د دې میاشتې په پیل کې د امریکا او ایران د سولې خبرو د لومړۍ دورې کوربهتوب کړی و، له ټرمپ څخه مننه وکړه چې ”زموږ غوښتنه یې ومنله څو اوربند وغځوي، ترڅو روانې ډیپلوماټیکې هڅې خپل مسیر ته دوام ورکړي.“

د منځني ختیځ د پالیسۍ شورا شنونکی کامران بخاري وایې “که دا جګړه دوام وکړي او ایرانیان په تېز ډول بریدونه وکړي، او پر سعودي عربستان خپلې حملې زیاتې کړي، نو د پاکستان ستراتیژیک متقابل دفاع تړون فعالېږي، او پاکستان نه غواړي چې داسې وشي.”
ولسمشر ټرمپ د ورځې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې که کومه هوکړه ونه شي، امریکا چمتو ده چې پر ایران بیا بریدونه پیل کړي.

د پاکستان لپاره د ایران سفیر رضا امیري مقدم د چهارشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د پاکستان له صدراعظم شریف سره وکتل، ترڅو د سیمې پر روان وضعیت او د سولې پر هڅو خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو لپاره د ایران سفیر امیر سعید ایرواني خبریالانو ته وویل چې د امریکا له لوري د ایران بندرونو دوامداره محاصره ”د اوربند سرغړونه ده“، خو زیاته یې کړه چې تهران چمتو دی له امریکا سره خبرې وکړي، که واشنګټن خپله سمندري محاصره پای ته ورسوي.

ټرمپ ویلي چې دا د ایران رژیم دی چې په هرمز تنګي کې د بریدونو او د نړیوالو کښتیو پر تګ راتګ د محدودیتونو له لارې یې د اوربند سرغړونه کړې ده.

پاکستان په دې اونۍ کې چمتووالی نیولی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمو خبرو د دوهم پړاو کوربهتوب وکړي، خو اوس لا هم روښانه نه ده چې د خبرو راتلونکی پړاو به کله ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG