د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هیګسیت، د ایران له اسلامپاله واکمنو غوښتي چې د خپلو ناوړه فعالیتونو د درولو لپاره، له واشنګټن سره یوه هوکړه ومني.
هیګسیت چې د دوشنبې په ورځ د مېن ایالت کې د کښتۍ جوړولو کارګرانو ته وینا کوله، وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران رژیم ته په ښکاره ویلي چې هغه د ایران د ناوړه فعالیتونو د درولو لپاره "د خبرو اترو" په اساس جوړجاړی غواړي.
هیګسیت وویل: "زما په اند دا به د دوی لپاره یوه منطقي پرېکړه وي چې د هغه (ټرمپ) دا وړاندیز ومني."
د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پځپلو خبرو کې د تېر کال هغه امریکایي پوځي برید یادونه هم وکړه چې د ایران د اټومي وسلو جوړولو تاسیسات یې ویجاړ کړل.
د هېکسیت په وینا، نړۍ د تېر کال په جون میاشت کې نیمې شپې څټک عملیاتو کې د متحدو ایالتونو وړتیاوې ولیدلې. د جون میاشتې په عملیاتو کې امریکایي جنګي الوتکو د ایران د یورانیمو د غني کولو هغه درې تاسیسات په نښه او ویجاړ کړل چې د واشنګټن په وینا د اټومي وسلو د پروګرام برخه وو.
هیګسیت وویل دغه عملیات "د ځواک له لارې سوله، او په عمل کې مخنیوی" وښود. هغه زیاته کړه: "مخکې له دې چې ایران خبر شي، موږ له ایران څخه وتلي وو. هیڅ بل هیواد دا کار نشي کولی."
ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو نوي پړاو ته اجازه ورکړه. دا خبرې تېره جمعه په عمان کې پیل شوې.
ټرمپ د جمعي په ورځ په الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې خبرې "ډېرې ښې" وې. هغه دا هم وویل چې د دې اونۍ په پیل کې به یوه بله غونډه هم وشي، خو نېټه یې لا معلومه نده. ولسمشر ټرمپ دا خبرداری یې هم ورکړ که د ایران رژیم هوکړه ونه کړي، پایلې به یې ډېرې درنې وي.
په وروستیو اونيو کې، ولسمشر ټرمپ په وار وار ګواښ کړی که د ایران رژیم د اټومي وسلو د ودې دپاره هڅې ونه دروي او د اعتراض کوونکو وژل پای ته ونه رسوي، نو ممکن په ایران پوځي برید وکړي.
ټرمپ او د هغه همکارانو ویلي چې غواړي ایران د خپل میزایلي پروګرام څخه لاس واخلي او د هغو نیابتي ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي چې په اسرائیل او په سیمې کې یې په امریکایي ځواکونو بریدونه کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره په واشنګټن کې ملاقات کوي. دا لیدنه په داسې حال کې کیږي، چې متحده ایالتونه او اسرائیل، په دې غور کوي چې څنګه د ایران د اسلامپاله رژیم له ګواښونو سره مقابله وکړي.
نتنیاهو د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې خبریالانو ته وویل، چې د هغه او ټرمپ ترمنځ به خبرې "تر هرڅه لومړی" د متحدو ایالتونو او ایران د خبرو اترو، او همدارنګه د غزې او سیمې د راتلونکي په اړه وي.
نتنیاهو وویل: "زه به ولسمشر ته د دغو [ایران] خبرو اترو د اصولو په اړه زموږ لیدلوری وړاندې کړم – هغه بنسټیز اصول چې زما په اند نه یوازې د اسرائیل لپاره، بلکې د نړۍ د هر هغه چا لپاره مهم دي چې په منځني ختیځ کې سوله غواړي."
اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې د ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅو، د بالستیکي توغندیو پروګرام او د سیمه ایزو ترهګرو استازو ملاتړ پای ته رسولو غوښتنه لري، او دا ټول د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره د تهران د پرله پسې غوښتنو له امله یو وجودي ګواښ ګڼي.
اسرائیل تېر جون د ایران د رژیم په وړاندې یوه دفاعي جګړه پیل کړه، او دا عملیات یې وروسته له ۱۲ ورځو پای ته ورسول چې په ترڅ کې یې متحدو ایالتونو د ایران په اټومي تاسیساتو یې بریدونه وکړل او بیا یې په شخړه کې د اوربند منځګړیتوب وکړ.
په تېر یوه کال کې (وروسته له هغې چې ټرمپ واک ته رسېدلی) دا شپږم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د اسرائیل د لومړي وزیر کوربه توب کوي.
فورم \ دبحث خونه