د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو دویم پړاو پای ته ورسېد

یوه امریکایي چارواکي امریکاغږ ته ویلي چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو په جنیوا کې پای ته ورسېد. دا خبرې په داسې حال کې شوي چې واشنګټن د ایران په رژیم فشار راولي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې او خپل نور ناوړه فعالیتونه ودروي.

امریکایي چارواکي په یوې اعلامیې کې امریکاغږ ته ویلي هغه خبرې چې د سه شنبې په ورځ د سویس په جنیوا کې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې. خو دغه امریکایي چارواکي د دې خبرو اترو نور جزئیات نه دي ورکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، ستیف ویتکاف، او د ولسمشر غیررسمي سلاکار، جرېډ کوشنر، جنیوا ته سفر کړی و چې د امریکایي پلاوي مشري وکړي. د ایراني پلاوي مشري، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، کوله.

د عمان حکومت په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر پیغامونو په خپرولو سره ویلي چې په دې خبرو کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي، د منځګړي رول درلود.

البوسعيدي د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو په لومړي پرواو کې هم د منځګړي رول درلود. د خبرو لومړی پړاو د فبرورۍ په شپږمه د عمان په پلازمېنه مسقط کې و.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت د اېکس په ټولنیزې شبکې کې یو انځور خپور کړی چې په کې ښکاري البوسعيدي د ویتکاف او کوشنر سره ملاقات کوي. خو د ایراني پلاوي او البوسعيدي د ملاقات کوم انځور نه دی خپور شوی.

سپینې ماڼۍ د دې خبرو اترو په تړاو د متحدو ایالتونو د دریځ په اړه د امریکاغږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ایران رژیم غواړي له متحدو ایالتونو سره یوه هوکړه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې تهران به دا ځل "ډېر معقول" وي.

د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د تېر کال په غیر مستقیمو خبرو کې هېڅ پرمختګ نه و شوی، او دا خبرې هغه وخت پای ته ورسېدې چې اسرائیل د ایران د رژیم د اټومي او راکټي پروګرامونو په وړاندې چې اسرائیل د خپل موجودیت په وړاندې خطرونه ګڼل، دفاعي جګړه پیل کړه.

دا ۱۲ ورځنۍ جګړه د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د اوربند له لارې وروسته له هغې پای ته ورسېده چې متحدو ایالتونو د ایراني رژیم د اټومي وسلو جوړولو په مرکزونو بریدونه وکړل او هغه یې ویجاړ کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG